د امریکا د استازو جرګې دوه غړو زیک نون او جیسن کرو د جرګې رییس، د ملي امنیت فرعي کمیټې دوه اړخیزو غړو، د بهرنیو چارو وزارت او هغه کمیټې ته چې د امریکا په کانګرس کې اړوند پروګرامونه چمتو کوي یو لیک لیکلی دی او غوښتنه یې کړې چې د افغان کډوالو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اس آی وې) پروګرام کې د شل زره اضافي ویزې تصویب کړي او د ۲۰۲۶ مالي کال په قانون کې یې شامل کړي.
په لیک کې راغلي دي: «افغان اس آی وې لرونکو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون په کلونو کې د متحده ایالاتو په مشرۍ ډیموکراسۍ او پوځي هڅو کې خدمت وکړ، زموږ امنیت او پیاوړتیا ته یې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړل. د دې ډاډ ترلاسه کول چې د افغانستان اس آی وې پروګرام لپاره کافي ویزې شتون لري د دې پروګرام د فعاله ساتلو لپاره اړین دی ترڅو د جګړې په وخت کې د دې متحدینو امنیت ډاډمن شي.»
د امریکا د کانګرس دغه غړي وايي چې په افغانستان کې د امریکا متحدینو د امریکا لخوا د ترسره شویو تفتیشونو «طلايي معیار» تصویب کړی دی.
په لیک کې راغلي چې د امریکا کانګرس باید د پخوانیو ملاتړونو په اساس عمل وکړي ترڅو اجرایوي څانګه وکولی شي هغو افغان وګړو ته ویزې ورکړي چې د طالبانو، القاعدې او نورو جګړه مارو ډلو له خوا د متحده ایالاتو لپاره د دوی د خدماتو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د لیک په یوه برخه کې راغلي: «د امریکا حکومت زموږ د ژمنو پوره کولو ته ژمن و او په وروستیو کلونو کې یې د پروسس او بیا میشتیدنې د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره لوی ګامونه پورته کړي دي. په ورته ډول، د امریکا خلکو هېڅکله زموږ د نږدې افغان متحدینو لپاره په خپل ملاتړ کې سستي نه ده کړې په ۲۰۲۱ کې زموږ د شریکانو له ایستلو څخه په ټول هېواد کې د ګاونډیانو په توګه د افغان متحدینو د هرکلي څخه په ۲۰۲۵ کې د وړ اس آی وې لرونکو تر خوندي کولو پورې. دوی زموږ سره د دوامداره ملګرتیا د ماموریت لپاره خوندیتوب ته اړتیا لري.»
ورته مهال په متحده ایالاتو کې «افغان ایوک» په نوم د افغان کډوالو ملاتړ کوونکي سازمان په اېکس کې د دې لیک په خپرولو سره د کانګرس له ۱۰۶ دوه اړخیزو غړو څخه غوښتي چې لاسلیک یې کړي او د ۲۰۲۶ مالي کال په ځانګړې بسته کې د ۲۰،۰۰۰ اضافي ویزو غوښتنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې د افغان وګړو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اس آی وې) پروګرام لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د افغان امریکایی متحدینو د ساتنې قانون له لارې نافذ شو ترڅو د هغو افغان امریکایی پناه غوښتونکو لپاره د ژوند ژغورنې لاره چمتو کړي چې د امریکایی سرتېرو، ډیپلوماتانو او قراردادیانو سره د کار کولو په پایله کې د مرګ له سزا سره مخ کېدل، له هغه وخت راهیسې دا پروګرام څو ځله ښه شوی، او هر ځل یې د دوه ګوندونو او دوه مجلسونو په ملاتړ سره د پام وړ هرکلی شوی.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې اس آی وې د وړتیا شرایطو لپاره د متحده ایالاتو او افغانستان متحدین باید سختې تفتیش پروسې بشپړې کړي چې پکې د شالید چکونو، بایومیټریک سکرینینګ، مرکې، او امنیتي بیاکتنې څو پړاوونه شامل دي چې د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت او استخباراتي ادارو لخوا ترسره کیږي چې ډیری وختونه یې بشپړول کلونه وخت نیسي.