باوري سرچینو آمو ټلویزیون ته ویلي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د هېواد په لویدیځ زون کې، په دولتي پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو مؤسسو کې د علمي او اداري کارکوونکو د کمولو او تنقیص نوې طرحه عملي کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، دا پروسه به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د لویدیځ زون په هرات، فراه، بادغیس، غور او نیمروز ولایتونو کې پلي شي.
سرچینې زیاتوي چې د دغه پرېکړې تر ټولو اغېزمنه برخه ښځینه کارکوونکي دي، دغه وضعیت د پوهنتونونو د استادانو او کارکوونکو تر منځ د ژورې اندېښنې سبب شوی دی او دا ګام د لوړو زده کړو له ادارې د ښځو د منظم حذف د بهیر یوه برخه ګڼل کېږي.