بن رابرټس سمیت چې متقاعد اسټرالیایي سرتېری او د ډېرو پوځي مډالونو ګټونکی دی د جُمعې په ورځ د خپل پوځي خدمت په جریان کې د څلورو افغان ملکي وګړو د وژلو په تور د بدنامۍ د استیناف قضیه وبایلله.
د فدرالي محکمې د قاضیانو یوې بشپړې ډلې د ۲۰۲۳ کال هغه پرېکړه تایید کړه چې په کې ویل شوي وو چې رابرټس سمیت په ۲۰۱۸ کال کې د ناین انټرټینمینټ لخوا د مقالو د لړۍ له خپریدو وروسته بدنام شوی نه دی دغو راپورونو هغه په افغانستان کې د خپلو ماموریتونو په جریان کې په شپږو غیرقانوني وژنو کې د ګډون په تور تورن کړ.
قاضي انتوني بیسانکو چې د اصلي محاکمې څارنه یې کوله تر دې وړاندې دې پایلې ته رسیدلی و چې ډېری تورونه «په پراخه کچه ریښتیا» وو او رابرټس سمیت یې د څلورو وژنو مسؤل وګاڼه.
د جُمعې په ورځ د استیناف محکمې دریو قاضیانو د رایو په اتفاق د استیناف ټول دلایل رد او د ابتدایي محکمې موندنې یې تایید کړې.
۴۶ کلن رابرټس سمیت په محکمې کې حاضر نه و او د هغه وکیلانو د خپل نظر څرګندولو ډډه وکړه د نوموړي لپاره وروستۍ قانوني لاره دا ده چې قضیه د آسټرالیا عالي محکمې ته راجع کړي.
د مدني محکمې د پرېکړې سره سره، رابرټس سمیت تر اوسه پورې د جنایي تورونو سره مخ شوی نه دی ځکه چې جرمي تعقیب د معقول شک څخه هاخوا ثبوت ته اړتیا لري او د ثبوت د وړاندې کول د مدني محکمو د معیار څخه پورته خبره ده.
نوموړي د افغانستان د ۲۰۱۰ کال په عملیاتو کې د خپلې کارکردګۍ لپاره د ویکټوریا صلیب، د آسټرالیا تر ټولو لوړ پوځي اعزاز او د زړورتیا مډال ترلاسه کړي. خو دې قانوني قضیې په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ د شل کلن شتون د میراث په اړه په ملي کچه بیاکتنه پیل کړې ده؛ هغه هیواد چې له ۳۹،۰۰۰ زیاتو آسټرالیایي سرتېرو پکې خدمت کړی او له دوی څخه ۴۱ یې مړه شوي دي.
د محکمې له تایید وروسته د پخوانیو سرتېرو او حقوقي کارپوهانو له لوري د رابرټس سمیت د پوځي مډالونو د لغوه کولو لپاره فشارونه زیات شوی خو د دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.
د دې قضیې د اوږدې مودې په جریان کې رابرټس سمیت د آسټرالیا د میلیاردر کیري سټوکس د مالي ملاتړ څخه برخمن و، هغه څوک چې رسنۍ یې «سون ویسټ میډیا» د ناین انټرټینمینټ اوږدمهاله سیال بلل کېږي، دې قضیې ته په آسټرالیا کې د پوځي چلند د اغېزو سربېره د مطبوعاتو د آزادۍ او عامه ګټو ژورنالیزم لپاره د یوې مهمې ازموینې په توګه هم لیدل کیږي.