زرګونه کډوالې کورنۍ چې له کلونو غربت وروسته هېواد ته راستنې شوې دي، اوس له بې وزلۍ، بېکارۍ او د لومړنیو خدماتو د نشتوالي له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.
دغه راستانه شوي وايي، چې له یوه نامعلوم او تیاره راتلونکي سره مخ دي.
د زرغونې او د هغې د ناروغ مېړه کيسه، هېواد ته د راستانه شویو افغان کډوالو د ژوند د تریخ واقعیت یوه بېلګه ده.
۶۷ کلنه زرغونه، چې دا مهال په ارزګان ولایت کې ژوند کوي، شپه او ورځ خواري باسي تر څو د ژوند مصارف او د خپل ناروغ مېړه د درملنې لګښتونه برابر کړي. زرغونه چې له کلونو کډوالۍ وروسته هېواد ته راستنه شوې، له کړاو او له ستونزو ډک ژوند څخه شکایت لري. هغه وايي نه یوازې دا چې مناسبه سرپناه نه لري، بلکې حتی د شپې ډوډۍ برابرول ورته لویه ستونزه ده.
زرغونه زیاتوي:«قسم په خدای که څه د خوړلو لپاره ولرو، یو ماشوم چای غواړي، بل ډوډۍ غواړي، خو هېڅ نه لرو. نه د سهار لپاره څه لرو او نه د ماښام ژوند مو ډېر په سختۍ تېریږي.»
سپين ږیری اختیار الله چې د زرغونې مېړه دی، خپله ټوله ځواني، ځواک او توان یې په پاکستان کې د کارګرۍ مصرف کړی و، تر څو خپلې کورنۍ ته ښه راتلونکې جوړ کړي. خو اوس ناروغ، کمزوری او د کار کولو توان نه لري او پر بستر پروت دی.
اختیار الله وایي: «همدا حالت مو وینئ، پر بستر یم. اووه-اته ماشومان لرم. هېڅ نه لرو چې وخورو. قسم په خدای، حتی د څښلو اوبو لپاره ستونزه لرو، چای نشته چې یې وڅښو حالت مو ډېر خراب دی.»
دا ستونزې په داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې په وروستیو میاشتو کې، ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران، ګڼ افغان کډوال په زور ایستلي دي اوس چې په افغانستان کې د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی دوام لري د زرغونې په څېر کورنۍ د نورو پر پرتله له ډېر فشار سره مخ دي.