د شطرنج نړیوال فدراسیون (فیده) په افغانستان کې د طالبانو له خوا د دې لوبې بندیز د خواشینۍ وړ وباله او د چهارشنبې په ورځ یې په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د المپیک نړیوالې کمېټې، د آسیا د شطرنج فدراسیون او نورو ورزشي او نړیوالو ادارو سره په دې برخه کې د رغنده حل لارې موندلو لپاره مشوره کوي.
فیده په یوه رسمي اعلامیه کې ټینګار کړی چې شطرنج د نړۍ یو له خورا ښکلې لوبو څخه ده چې د سخت کار، صبر، عدالت او روڼتیا په څېر ارزښتونو ته وده ورکوي. سازمان دا هم یادونه وکړه چې شطرنج هغه لوبه ده چې په مهارت او چمتووالي پورې تړلې ده او په بخت پورې ډېر کم تړاو لري.
د یادونې وړ ده چې شطرنج په افغانستان کې اوږده مخینه لري او په وروستیو کلونو کې یې د هېواد په ځوانانو کې د پام وړ وده کړې ده.
فیده خبرداری ورکړی چې د دې لوبې ځنډول یې په پرمختګ منفي اغیزې لرلی شي او په نړیوالو ډګرونو کې د هېواد د وړتیاوو د ځلېدو فرصتونه له منځه وړي.
د شطرنج نړیوال فدراسیون هم اعلان کړی چې په دوامداره توګه به بدلونونه څاري او د طالب چارواکو، نړیوالو ورزشي سازمانونو او نورو برخه والو سره به رغنده خبرو اترو ته ننوځي تر څو د افغانستان ورزشي ټولنې ته د شطرنج د بیرته راګرځولو لپاره ژر تر ژره شرایط رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شطرنج فدراسیون سرچینو تر دې وړاندې آمو ته ویلي وو چې طالبانو په هیواد کې دا لوبه منع کړې ده.
د طالبانو د ورزش ادارې ویاند اتل مشواڼي رسنیو ته وویل چې طالبانو د شطرنج لوبه “د مذهبي دلایلو” او د دې لوبې د فدراسیون د مشرتابه په کچه کې د ستونزو له امله بنده کړې ده.
مخکې له دې د هیواد د شطرنج فدراسیون چارواکو ویلي وو چې د دې لوبې سازمان د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې ځنډول شوی او تر اوسه یې د فعالیت بیا پیلولو اجازه نه ده ورکړل شوې.