د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو حمید فرهادي، چې په جلا وطنۍ کې د یوې افغان رسنۍ لپاره کار کوي، د بشري حقونو د سوله ییز کار له امله توقیف کړی او باید هغه «سمدلاسه او بې قید او شرطه» خوشې کړي.
دغه سازمان وايي چې طالبانو د روان کال د مارچ په ۲۸مه نېټه ښاغلی فرهادي د پل چرخي زندان څخه د بګران بدنام زندان ته پرته له کوم وضاحت یا مخکینۍ خبرتیا انتقال کړ.
د یادونې وړ ده چې د بګرام زندان یو له هغو بدنامو زندانونو څخه دی چې د پخواني حکومت پر مهال د ترهګرو شبکو غړي پکې ساتل کېدل، او اوس طالبان هلته د داعش ډلې یو شمېر غړي ساتي چې دوی یې خپل مخالفین ګڼي.
د سازمان د اعلامیې له مخې، حمید فرهادي د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۳ مه د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو او بیا د همدې میاشتې په ۱۹ مه د طالبانو د محکمې لخوا په دوه کاله بند محکوم شو.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې کله طالبانو نوموړی محکوم کړ نو خبریال مدافع وکیل ته لاسرسی نه درلود.
د سازمان په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو محکمې هغه د خپلو ژورنالیستیکو راپورونو له لارې په هېواد کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د تبلیغاتو په تور تورن کړی.