افغانستان

کندهار کې د درېیو کونډو مېرمنو له کړاوه ډک ژوند

د کندهار ښار په زړه کې د مېشتو درېیو بېوزلو کونډو مېرمنو د ژوند کېسه.

په دغه خاورین پخوانی کرائي کور کې هغه درې مېرمني له خپلو بچيانو سره په ګډه له کړاونو ډک ژوند تېروي، چې وړاندي يې د کندهار ښار پر واټونو خوراکي توکي پلورل.

دوی وایي اوس پر واټونو د کار کولو اجازه نه لري، خو يوه اندازه پېسې د دولت له خوا ورکول کېږي، چې هغه يې د کور کرایه او د ژوندي نوري اړتیاوې نشي پوره کولای.

د فاطمې په نوم يوه کونډه او بېوزله مېرمن وایي: «موږ څه وکړو، څه راسره کېږي، مخکي مو د سړک پر غاړه غريبي کوله او اولادونو ته مو يوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کوله خو اوس دا څه نشته.»

دغه مېرمنې وایي، جګړو يې د سر سړي اخستي او د ساتنې بل څوک يې په کور کې نشته.

دوی وايي، که بېرته د کار کولو اجازه ورکړل شي او يا هغې پیسې، چې ورکول کېږي زیاتې شي ترڅو اړتياوي یې تر يوه بریده پوره شي.

یو شنونکی نعمت‌الله نالان بیا وایي، دولت دې د نارينه وو ترڅنګ د مېرمنو او بې سرپرسته ماشومانو د سالمي بوختيا لپاره هم ګټورې تګلارې رامنځته کړي.

هغه وايي: «زما غوښته دا ده، چې د طالبانو امارت دې د نارينه وو ترڅنګ ښځو ته هم د کارکولو يوه اغېزناکه پاليسي جوړه کړي ترڅو مېرمنې هم له کاري فرصتونو څخه برخمنې شي.»

خو د کندهار د والي دفتر په یوه لنډ پېغام کې ویلي، چې په کندهار کې د هغو ماشومانو او مېرمنو لپاره، چې پر واټونو به يې په سخته ګرمۍ او يخنۍ کې کاره کوه د مرستي او لاسنيوي يوه ځانګړې اداره جوړه شوې، چې په دوامداره توګه له همدې کسانو سره مرسته کوي او ماشومانو ته یې د حرفوي، ديني او عصري زده کړو زمينه برابروي.