نړۍ

ټرمپ: امریکا باید په افغانستان کې بګرام اډه ساتلې وای

Photo: Reuters

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکا باید آن له افغانستانه له بشپړ وتلو وروسته هم، د بګرام پوځي اډه ساتلې وای.

ټرمپ له NDTV هندي ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «لکه څنګه چې له افغانستان وتل ترسره شول، ډېر ناکام بهیر و، لومړی پوځیان ووتل چې باید داسې نه وای شوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ بهر شوو؛ خو باید د بګرام هوايي اډه مو ساتلې وای.»

د امریکا مخکینی ولسمشر وايي چې موږ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم کړی و؛ خو له دې هېواده مو شاتګ ونه کړ.

ټرمپ زیاتوي: «لومړنی کار چې امریکا باید د خلکو له لېږدولو وروسته کړی واي، د پوځي وسایلو ایستل و. موږ هلته د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسایل پرېښودل. د بګرام اډه د چین له اټومي مرکز سره لږ واټن لري او موږ باید هېڅکله هغه ځای نه وای پرېښی.»

امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وایستل چې د جمهوري نظام د سقوط او پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ لامل شول.