افغانستان

هرات کې د کورونو پلټنه؛ خلک هغه له شخصي حریمه سرغړونه بولي

طالب پوځي د تلاشۍ پرمهال

طالبانو د کابل، مزارشریف او کندز له ښارونو وروسته د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې د کورونو تلاشي پیل کړې ده.

له څلورو ورځو راهیسې په هرات ښار او ددې ولایت په ګذرې، پښتون زرغون، زنده جان او انجیل ولسوالیو کې د کورونو پلټنه پيل شوې چې دې کار په خلکو کې وېره رامنځته کړې او دوی یې په غوسه کړي دي.

د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي دا کار د خلکو ځورول او د دوی پر شخصي حریم تېری بولي او زیاتوي چې دا چاره پر طالبانو د بې باورۍ او د دوی په وړاندې د کرکې لامل کېږي.

د هرات ښار اوسېدونکی عبدالقیوم په دې اړه وايي: «د کورونو پلټنه سم کار نه دی خو کله چې خبر شوم چې د کورونو تلاشي کول پيل شوي ووېرېدم.»

هغه زیاتوي: «کله چې طالبان زموږ کور ته راغلل، د کور ټولې برخې یې تلاشي کړې. زما په نظر دا سم کار نه دی چې د خلکو خصوصي حریم ته داخل شي او دا خلکو ته یو ډول بې احترامي ده او فکر کوم چې د طالبانو دا اقدام د هغوي په وړاندې د خلکو کرکه زیاتوي.»

د هرات اوسېدونکی محمد ادریس هم وایي: «کله چې طالبان زموږ سیمې ته د تلاشۍ لپاره راغلل، موږ وېرېدلي وو.»

له بلې خوا، د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکو بیا د کورنیو له پلټنې هرکلی کړی او دا کار د خلکو د امنیت په خوندیتوب کې مهم بولي.

د هرات اوسېدونکی غلام حضرت په دې هکله وایي: «بې له شکه که د خلکو او دولت ترمنځ همکاري موجوده وي، امنیت ټینګېږي او هېڅوک امنیت ته ګواښ نه شي پېښولای؛ ځکه افغانان له ناامنۍ ستومانه شوي او په اوسني وخت کې یوازې د امنیت غوښتونکي دي، د همدې لپاره باید د خلکو  او دولت (د طالبانو ادارې) ترمنځ همکاري زیاته وي.»

د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون د ۳۸مې مادې له مخې شخصي ځای له تعرضه خوندي دی. هېڅوک د دولت په ګډون د کور خاوند له رضایت او د صلاحیت لروونکې محکمې له اجازې پرته شخصي کور ته نه شي ننوتلای؛ خو یوازې په هغه صورت کې چې جرم روښانه وي، مسوول کس کولای شي د چا کور ته داخل شي؛ خو مکلف دی چې د محکمې جازه لیک له ځان سره راړوي؛ دا یو اساسي حق دی چې یو کس د هېواد په ملي قوانینو او نړیوالو اصولو او کنوانسیونونو کې حقوقي ملاتړ لري او افغانان باید له دې حقه بې برخې نه شي.

له بلې خوا کارپوهان باور لري چې کورونه له تعرض څخه خوندي دي او هېڅوک ورته د ننوتلو حق نه لري؛ خو یوازې د قانوني محکمې د حکم پر بنسټ دا کار کولای شي.

یو حقوق پوه سبحان الله وایي: «هغه تلاشۍ چې په خپلسر ترسره کېږي او د محکمې حکم پکې نه وي، پر شخصي کور د تعرض په مانا دی او د قوانینو او اسلامي شریعت خلاف عمل دی.»

خو طالبان وایي چې په دې ولایت کې د کورونو پلټنه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په حکم د هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب په موخه پیل شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند حمید الله متوکل وايي: «دا عملیات د هغو وسلو د راټولولو لپاره ترسره پيل شوي چې واک د ترلاسه کولو پرمهال د خلکو لاس ته ورغلې او د امنیت د خوندیتوب په موخه دا کار کېږي چې تراوسه ډول ډول وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.»

نوموړی زیاتوي چې د کورونو په پلټنه کې ښځينه پولیسې هم ونډه لري.

دا په داسې حال کې دي چې له دې مخکې د هېواد په څو نورو ولایتونو کې هم کورونه تلاشي شوي وو او په ځینو ولایتونو کې خلکو د پلټنو پرمهال د ښځینه پولیسو پر نشتوالي اعتراض کړی و.