فرهنګ او هنر

نورستان  کې د لومړي ځل لپاره د زرغون نورستان مشاعره ترسره شوه

په نورستان کې د لومړي ځل لپاره د زرغون نورستان په نوم یوه مشاعره ترسره شوه.

د زرغون نورستان ملي پارک مشاعره نورستان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست له خوا ترسره شوه، چې پکې شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو.

په مشاعره کې شاعرانو تر ډېره حماسي، د طبیعت ښکلا، ټولنیز احساسات او د ټولنې پر موجوده ناخوالو جوړ شوي شعرونه ګډونوالو ته د شعر په ژبه ته ډالۍ کړل.

د زرغون نورستان ملي پارک په مشاعره کې د یاد ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق‌بیان د مشاعرې د ارزښت په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی دا کار د نورستان د ښکلاوو د ستاینې او دې ځای ته د سیلانیانو د پام د را اړولو لپاره ترسره کړی دی.

شاعرانو هم دا مشاعره په اوسنیو حالاتو کې يو ښه ګام وباله او له طالب چارواکو یې وغوښتل، چې په دې سیمه کې دې د سیلانیانو د مېشتېدو لپاره زمینه برابره کړي.

دوی وایي، ډېری سیلانیان دلته په راتګ کې دا اندېښنه لري، چې د اوسېدو لپار ځای نشته.

نورستان د هېواد په ختیځ کې پروت له طبیعي ښکلا ډک ولایت دی، چې له همدې امله یې د تېر حکومت په وروستیو کې د ملي پارک نوم خپل کړ.

هرکال دې پارک ته په زرګونه سیلانیان ورځي او له ښکلاګانو یې لیدنه کوي.

خو عام باورونه دا دی، چې که حاکم نظام یاد ولایت ته تلونکې لار جوړه او هلته د سیلانیانو لپاره د اوسېدو منظم هوټلونه برابر کړي ښايي د سیلانیانو شمېر به یې د هرکال په تېرېدو زیات شي.

د دوی په خبره د زرغون نورستان په مشاعره کې د نورو ولایتونو او ان د نږدې ولایتونو لیکوالان او د ادب مینه وال کم لیدل کېږي او لامل یې د لارې خرابوالی بولي، چې هغوی نشو کولای پر وخت مشاعره کې ګډون وکړي.