افغانستان

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار نړېدلی پُل لا هم وېجاړ دی

د ننګرهار ۷ مې ناحيې اړوند، نظرآباد سیمه کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د سېلابونو له امله نړېدلي پُل لا هم وېجاړ پروت دی.

دا پُل شاوخوا دوې میاشتې مخکې د زورورو سېلابونو له امله ونړېده.

ځايي اوسېدونکي او دې لارې موټر چلوونکي او مسافرین شکایت کوي، چې دې پُل له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

محمودي، چې د یاد پُل ترڅنګ یې کور دی وایي، دوه میاشتې کېږي، چې له یوې خوا خاورو او دوړو او بلې خوا د لارې بندېدو یې ژوند ستړی کړی دی.

دی وایي، په تېر حکومت کې هم دا پُل څو څو ځله نړېدلی و، خو په لنډمهاله ډول به رغول کېده او همدا لامل دی، چې اوس په هر سېلاب کې نړېږي.

هغه وایي: «موږ هیله لرو، چې دا پُل په بنسټیزه توګه جوړ شي که بیا موقتي جوړېږي نو خواري دې نه کوي، ځکه بیا نړېږي.»

د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی نیک محمد بیا له آمو تلویزیون سره په خبرو کې زیاته کړه: «موږ په تېر کې هم د دې پُل د اساسي جوړېدو غوښتنه کړې، خو له بده مرغه زموږ غږ څوک نه اوري. اوس هم هیله ده سم جوړ شي. که بیا یې راته د لنډمهال لپاره رغوي دا مو نه دی پکار.»

پر دې لاره تلونکي موټر چلوونکي او مسافر هم د دې پُل ړنګ حالت ستړي کړي.

پر دې لاره موټرچلوونکی عرفان الله وایي،دوه میاشتې کېږي، چې له همدې امله لاره بندېږي او په ساعتونو انتظار تېروي.

د هغه په خبره که حکومت د ولس غم خوري نو دا عمومي لویه لار ده باید ژر اقدام وکړي.

عرفان الله وایي: «دوې میاشتې کېږي همدلته د ګڼې ګوڼې له امله موږ ساعتونه په تمه کېږو. دا مهمه لویه لار ده حکومت ولې چپ دی، تر اوسه یې باید کار پيل کړی وای او جوړ وای، خو له بده مرغه تر اوسه څه نه دي شوي.»

چارواکي هم مني، چې دا پُل مهم دي او باید ژر ورغول شي، خو وایي د اساسي رغولو په خاطر یې دا کار ځنډولی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د ټولګټو چارو رئیس مولوي یارمحمد محمد وایي، د دې پله د رغولو لپاره یې مرکزي پلاوي ارزونه کړې او په خبره يې ژر به یې د رغولو چارې پیل شي.

هغه زیاتوی: «له وزارت نه مو ورته پلاوی د سروې لپاره را غوښتی څو اساسي سروې وشي او بیا وروسته سم منظم ورغول شي، انشاء الله ژر به پرې کار پيل شي او دا ستونزه به هواره شي.»

په دې تړاو داسې مهال شکایتونه راپورته کېږي، چې د دې ترڅنګ د کابل ـ جلال اباد د دوهم لین سړک چارې هم کلونه کېږي نيمګړې پاتې دي.