په وروستیو کلونو کې، ازبکستان له طالبانو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې کړې دي. په تازه مورد کې، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په تاشکند کې په یوه ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي او د افغانستان له انزوا ډډه وکړي. خو ولې ازبکستان له طالبانو سره اړیکو ته لېواله دی؟
د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس په باور، د ازبکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ اصلي دلیل، د ازبکستان له اسلامي غورځنګ څخه د دې هېواد وېره ده. دا غورځنګ، چې یو مهال یې له طالبانو او القاعدې سره نږدې اړیکې لرلې، د مرکزي آسیا هېوادونو په ځانګړي توګه، ازبکستان ته یو امنیتي ګواښ بلل کېږي. په دې راپور کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ مخینې ته کتنه شوې ده.
د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ۱۳۷۷ لمريز کال کې، د افغانستان له ګاونډي هېواد ازبکستان څخه راپورته شو. دا غورځنګ د طاهر یلدوشف او جمعه نمانگاني لهخوا، د ازبکستان د سیکولر نظام د نسکورولو په موخه جوړ شو. د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس په وینا، دا دوه افراطي اسلامپالي مشران د ازبکستان د هغه وخت د ولسمشر اسلام کریماف له خوا سخت وځپل شول، او د دې غورځنګ غړي د افغانستان شمال او د پاکستان سرحدي سیمو ته وتښتېدل.
د پخواني حکومت د دې امنیتي چارواکي په باور، دا غورځنګ افغانستان ته له رسیدو وروسته، له طالبانو او القاعدې سره بیعت وکړ. د رحمتالله نبیل په خبره، دا مهال د اسلامي غورځنګ تمرکز په بدخشان، تخار، قندز، بغلان، فاریاب ، کنر او سرپل ولایتونو کې دی او ځینې غړي یې د طالبانو د استخباراتو له جوړښتونو یا د حقاني له شبکې سره په ګډه کار کوي.
د استخباراتي اټکلونو له مخې، اوسني فعال غړي یې شاوخوا ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنو پورې دي او د طالبانو په جامو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې فعالیت کوي. خو له هغې وروسته چې د غورځنګ ډېر مهم مشران ووژل شول، د دې ډلې جوړښت سخت زیانمن شوی او دا مهال په خواره شوي توګه د طالبانو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.
د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس، رحمت الله نبیل، وایي: «د استخباراتي معلوماتو له مخې، د دې ډلې فعاله غړي شاوخوا ۵۰۰ تر ۸۰۰ کسان دي. سره له دې، د دې غورځنګ د رهبرۍ غړي له منځه تللې، او د دې ډلې جوړښت له منځه تللی خو او فعلاً د طالبانو تر پوښښ لاندې په شمال کې په خواره شوي توګه فعالیت کوي.»
د افغانستان د هیرویینو قاچاق، چې له منځنۍ آسیا څخه اروپا ته انتقالېږي، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ تر ټولو مهمه مالي سرچینه بلل کېږي. دا ډله د وسلو تجارت او د انسانانو قاچاق له لارې هم عاید ترلاسه کوي، چې له همدې لارې یې ځان تمویل کړی دی.
په کال ۱۳۹۳ لمریز کال کې، د دې غورځنګ یو شمېر غړي د عثمان غازي تر مشرۍ لاندې سوریې او عراق ته ولاړل او هلته یې له ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ. دا کار د طالبانو له مخالفت سره مخ شو، ځکه چې دوی له داعش سره د رقابت په حالت کې وو. طالبانو وروسته د زابل او فاریاب په ولایتونو کې د دې غورځنګ هغه مشران چې له داعش سره نږدې شوي وو، له منځه یووړل. پاتې غړو یې بیا له طالبانو سره بیعت وکړ او خپل فعالیتونه یې د دوی تر چتر لاندې تنظیم کړل. د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ اوس مهال له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
د پوځي چارو کارپوه، محمد رادمنش، وايي: «د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ډیرو شمالي ولایتونو کې حضور لري، د دوی رهبري له نورو تروریستي ډلو سره په همغږۍ کار کوي، او له طالبانو سره د دوی اړیکې د پخوانیو ګډو فعالیتونو او ایدیولوژۍ له مخې نږدې دي.»
د ۱۴۰۱ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې، د حیرتانو په بندر کې له یوه ښارګوټي څخه چې د طالبانو تر ادارې لاندې و، پنځه راکټونه د ازبکستان د ترمز ښار پر لور توغول شول. که څه هم د دې برید مسوولیت هیڅ ډلې پر غاړه وانخیست، خو له دې وروسته، ازبکستان له طالبانو سره خپل تعامل زیات کړ.
شنونکي وايي چې د ازبکستان حکومت، په ځانګړې توګه د دې هېواد ولسمشر، شوکت میرضیایف، له طالبانو سره له دې امله د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخېدو په لټه کې دی، څو وکولای شي د اسلامي غورځنګ خطر راکم کړي.
د امنیتي چارو کارپوه، بسم الله تابان، وایي: «له طالبانو سره ډېره نږدې همغږي لري، او د افغانستان طالبان همیشه له دې ډلې څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو، په ځانګړې توګه د ازبیکستان د وېرولو د وسیلې په توګه کار اخلي. د طالبانو او ازبکستان ترمنځ اوسنۍ اړیکه یوازې د دې وعدې له امله ده چې طالبانو ازبیکستان ته د دې ډلې د کنټرول او مدیریت ډاډ ورکوي، په داسې حال کې چې طالبانو د دې دلې د مدیریت او ادارې ځواک نه لري.»
د پخواني حکومت د ملي امنیت ادارې یو شمېر چارواکو له آمو سره په خبرو کې ویلي، چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ اوس مهال د رهبرۍ د نشتوالي له امله په ضعیف حالت کې دی او د دې غورځنګ یو شمېر غړي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او القاعدې تر سیوري لاندې، په استخباراتي فعالیتونو بوخت دي.