د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو سخت ناورین سره مخ دي او په دې هېواد کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم د خوارځواکۍ ښکار ګرځي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر سرپرست خبرداری ورکوي چې په روان کال کې درې نیم میلیونه ماشومان به د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته شي.
بلخوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د فقر او د مناسبو خوړو د نشتوالي له امله ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ کیږي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر سرپرست وايي چې ښځې چې باید خپلو ماشومانو ته خواړه او مناسبه تغذیه ورکړي، خو دوی خپله د خوړو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې سرپرسته، مونتینتا چیموکا، وایي: «اوس په افغانستان کې، موږ د دې هیواد په تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو سخت ناورین سره مخ یو. په دې کال کې، درې نیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. دا پدې معنی ده چې هر لس ثانیې کې یو ماشوم د خوارځواکۍ ښکار ګرځي.»
د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وړاندې، په افغانستان کې د فقر کچه ۴۷ سلنه وه، خو اوس مهال دا کچه ۹۷ سلنو ته لوړه شوې ده.
د نړیوال بانک په وروستي راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې بې وزلي په پراخه کچه دوام لري
بلخوا، یو شمېر افغانان وایي چې د طالبانو د حاکمیت په درېیو کلونو کې له سختې بې وزلۍ سره مخ شوې دي او د خپلو ماشومانو لپاره د مناسبو خوړو د برابرولو وسه نه لري.
د کابل یو اوسیدونکی آمو ته وایي: «موږ په بد وضعیت کې ژوند کوو، نه کار شته او نه هم عاید.»
همداراز د کابل یو بل اوسیدونکي هم آمو ته په دې اړه وویل: «زموږ مالي وضعیت خورا خراب دی، موږ فقیر یو، د فقر له امله زموږ ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شوي دي، نه کار شته نه له موږ سره کومه مرسته کېږي، او موږ نه شو کولی خپل ماشومان ماړه کړو.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې به په افغانستان کې ۲۲ میلیونه او نهه سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دې راپور کې ویل شوي دي چې په دې هیواد کې فقر او بې کارۍ په پراخه کچه زیاته شوې ده، او نږدې ۱۵ میلیونه کسان د خوړو له شدید کموالي سره مخ دي.