په تېرو څلورو ورځو کې، پاکستان له ۶۵۰ زیات افغان کډوال په زور ایستلي دي. یو شمېر پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې نن له تورخم دروازې څخه له ۱۴۰ زیات افغان وګړي په زور ایستل شوي او شاوخوا ۵۰ نور کسان له بېلابېلو سیمو نیول شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د اسلاماباد، راولپنډۍ، پنجاب، سند ایالت او خیبر پښتونخوا په ګډون په بېلابېلو سیمو کې آیسيسي کارت لرونکو کډوالو د کور په کور تلاشي، د کډوالو نیول کېدل او جبري اېستل شدیده شوې ده. بلخوا، کډوال او د بشري حقونو فعالان د افغان وګړو جبري ایستل ظالمانه عمل بولي او وايي چې د پاکستان دا کار، له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.
له پاکستان څخه د کډوالو د داوطلبانه وتلو له ټاکلې مهلت وروسته، د اپریل له دویمې نیټې راهیسې تر اوسه پورې، پاکستان د افغانستان ۶۵۰ وګړي په جبري توګه له خپل هېواد اېستلې دي.
له نړیوالو غوښتنو سره سره چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ د باید ودرول شي، پاکستان عملاً د جبري اېستلو دویم پړاو چټک کړی او دا مهال د اسلام آباد، کراچۍ، پېښور، راولپنډۍ، پنجاب او بلوڅستان کې د افغان کډوالو د پېژندلو، نیول کېدو، بندي کولو، او اېستلو عملیات دوام لري. د راپورونو له مخې، د پاکستان پولیس، د آیسیسی لرونکو کډوالو په ګډون، یو شمېر کډوال بندیانوي.
د بشري حقونو فعال، عبدالرازق عدیل، وایي: «له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اېستل، د نړیوالو قوانینو سره ښکاره په تضاد کې دی او که نړیوالې ادارې په دې اړه عملي ګامونه پورته نه کړي، نو یو بشري ناورین به رامنځته شي. کډوال به افغانستان ته تر ستنېدو وروسته، له ژورو بشري ناورینونو سره مخ شي.»
یو شمېر کډوال بیا د پاکستان دا اقدام، ظالمانه بولي او ټینګار کوي چې نړۍ باید د پاکستان د دې پریکړې په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
د پاکستان کې افغان کډواله، زهرا احمدي، وايي: «په دې ورځو پاکستان کې مېشت افغان کډوال ښه وضعیت نلري. د پاکستان پولیس کډوال نیسي او له دې هېواده یې باسي. د پاکستان دغه پریکړه د کډوال، په ځانګړي توګه د ماشومانو پر وضعیت منفي اغېزه لري.»
پاکستان کې ټولنیز فعال، سخي سعادت، وايي: «د پاکستان په ټولو سیمو کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او جبري اېستلو لړۍ زیاته شوې ده. د پاکستان دغه پریکړه د کډوالو لپاره اندېښمنوونکي ده ځکه چې دوی به افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له لویو امنیتي او ټولنیزو ننګونو سره مخ شي.»
د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي چې له دې شمېرې، ۱.۳ میلیونه یې افغان تابعیت لرونکي کډوال دي او شا او خوا یو میلیون نور افغانان له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې ژوند کوي. د کډوالو د نړیوالو نبسټونو د راپورونو له مخې، اته سوه زره هغه افغان کډوال چې د آیسيسي کارتونه لري، د جبري اېستلو په لومړۍ کرښه دي.