افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تېرو درې میاشتو کې درې بهرني سفرونه کړي دي

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير سعودي عربستان ته سفر وکړ. د طالبانو ویاند، دا سفر د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو لپاره يو مهم ګام بللی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت څخه يوې سرچينې آمو ته ويلي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په پیل کې غوښتل اماراتو ته سفر وکړي، خو دا سفر د نامعلومو دلايلو له امله لغو شوی دی. یو شمېر سياسي شنونکي وايي، له هغه وروسته چې ډونالډ ټرامپ سپينې ماڼۍ ته راګرځېدلی دی، طالبانو له هغو هېوادونو سره چې له امريکا سره نږدې اړيکې لري، خپلې رسمي سفرونه زيات کړي دي.

په تېرو درې میاشتو کې، یوازې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي درې بهرني سفرونه کړي دي.

دغه سفرونه، اماراتو، عمان او سعودي عربستان ته شوي دي؛ هغه هېوادونه چې له امریکا سره نږدې اړیکې لري.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، وايي: «امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته سفر کړی. دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه یوې سرچینې آمو ته ویلي، چې متقي غوښتل لومړی متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي، خو د نامعلومو دلایلو له امله دا سفر لغو شوی. په داسې حال کې، چې نوموړي د سعودي عربستان له سفر مخکې، په کابل کې د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره لیدلي ول.

امیرخان متقي دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لیست کې شامل دی.

د امنیت شورا د ۱۳۷۹ لمریز کال د دلوې په شپږمه نېټه، د هغه نوم په تور لیست کې ور اضافه کړ. په هغه وخت کې متقي د طالبانو د پوهنې وزیر و، هغه وزارت چې هغه مهال یې هم د انجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.

بلخوا، یو شمېر سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي چې هغو هېوادونو ته چې له امریکا سره نږدې اړیکې لري، د طالبانو پرله‌پسې سفرونه د طالبانو دا هڅه ښيي چې غواړي له امریکا سره خپلې اړیکې ښې کړي.

دونالډ ټرمپ د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له دې مراسمو نږدې درې میاشتې تېرېږي، او طالبان تر دې دمه څلور امریکایي بندیان خوشې کړي دي، رایان کوربټ، ویلیام والاس مک‌کنټي، جورج ګلزمن، او في ډي هال.

سره له دې چې تر اوسه د ټرامپ ادارې د طالبانو په اړه کومه څرګنده تګلاره نه ده اعلان کړې، خو نوموړي تل ټینګار کړی چې پاتې امریکایي پوځي تجهیزات باید له افغانستانه راوړل شي او امریکا باید په بګرام هوايي اډه کې حضور ولري.