افغانستان

د پلازمینې په عمومي ځایونو کې د ښځو کم حضور او د طالبانو محدودیتونه


افغانستان یو دودیز هېواد دی چې د تاریخ په لړ کې له بېلابېلو بدلونونو سره مخ شوی دی؛ که څه هم په دغه هېواد کې ښځې هېڅکله بشپړې ازادۍ او خپلو حقونو ته نه دي رسېړلي؛ خو په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره ولسواکي تجربه کړه، د ښځو لپاره فرصت برابر شو ترڅو په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې ولري.


خو افغان مېرمنې چې د کلتور او دودونو تر اغېزې لاندې وې د جمهوریت په دوره کې یې د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړه او وتوانېدې ښې پایلې ترلاسه کړي. همدا مبارزه وه چې ښځې یې د ځان بسیاینې لور ته وهڅولې.

د جمهوري نظام په پرځېدو سره افغان مېرمنې یو ځل بیا له محدودیتونو سره مخ شوې او اوس د ټولنې په ډېری برخو کې د ښځو حضور کم شوی او له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

ښځې په جمهوري نظام کې بازار، عمومي ځایونو او رستورانونو ته د تګ او له ډېرو نورو ازادیو د ګټې اخیستو حق درلود؛ خو اوس واک ته د طالبانو له بیا رسېدو او د ښځو پر ټولنې د دغې ډلې له خوا د تازه بندیزونو له لګولو سره، ځینې مېرمنې وایي چې د طالبانو له وېرې نه شي کولای دغو ځایونو ته ولاړې شي.

د طالبانو د امربالمعروف له مامورینو سره له مخامخ کېدو وېره

شکیبا جوینده د کابل په یوه پوهنتون کې زده کړیاله ده. هغه د نویو محدودیتونو په اړه وایي چې کله ښار ته ځم، وېره لرم چې د (طالبانو) امربالمعروف له کسانو سره مخ شم؛ له همدې امله ډېر وخت ان د اړتیا پرمهال له کوره نه وځم.

هغه وایي: «د جمهوریت پرمهال هر وخت له کوره وتلای شوو، رستورانتونو ته تلای شوای، د اړتیا وړ توکو پېرلو ته تلای شوای؛ خو اوس هر څه بدل شوي او موږ ان په ارامۍ سره ډاکتر نه شوو تلای؛ ځکه د ښځو پروړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي چې زموږ د اندېښنې او یو ډول روحي ستونزې لامل شوي دي.»

دغه زده کړیاله نجلۍ له طالبانو غواړي چې د ښځو پروړاندې محدودیتونه لیرې کړي ترڅو خپل انساني حقونه چې زده کړې او کار دي ترلاسه کړای شي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په هېواد کې ښځې له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوې دي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ورکول یې ترټولو مهم دي.
حمیده سلطاني کابل کې په یوه پلورنځي کې کار کوي. هغه وایي چې پېردونکي یې ورځ تر بلې کمېږي او کاروبار یې له ځوړتیا سره مخ دی.

هغه زیاتوي: «مخکې ښځې راتلې او د خپلې اړتیا وړ توکي یې له موږ پېرل او زموږ کار ښه و. اوس زموږ هغه پېردونکي چې ښځې دي ورځ تر بلې کمېږي او ان نه شو کولای د پلورنځي کرایه پوره کړو.»

هوټلونو ته د ښځو د تګ کمښت

رستورانتونه او تفریح ځایونه هغه ځایونه دي چې مخکې یې د ښځو له حضور سره ښه وده لرله.

د دغو ځایونو خاوندان وایي وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو پر ژوند محدودیتونه لګولي، په رستورانتونو کې د ښځو د حضور کمښت د دې لامل شوی چې د هغوی کاروبار له ځوړتیا سره مخ شي.
کابل کې د یوه هوټل خاوند شفیق الله وايي چې مخکې کورنۍ د ډوډۍ خوړلو لپاره رستورانت ته راتلې؛ خو اوس هوټلونو ته د خلکو شمېر کم شوی دی.

شفیق ټینګار وکړ: «د کورنیو د ژوندانه وضعیت تر ډېره ښه و، اقتصادي وضعیت یې ښه و او کاروبارونه یې لرل؛ خو اوس ټول وزګار دي. رستورانتونو ته تلل خو پرېږده که په نیمه ډوډۍ یې چاره وشي نیمه نوره ساتي. د خلکو وضعیت ډېر ناوړه دی کاروبار نشته.»

د افغان مېرمنو پروړاندې د طالبانو له خوا د نویو محدودیتونو لګول پر طالبانو د زیاتو نیوکو لامل شوي دي. د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او مهمو نړیوالو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتی چې د ښځو پروړاندې محدودیتونه لیرې کړي. ان ځینو هېوادونو له همدې امله له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې ځنډولې دي.

په همدې حال کې، طالبانو موده مخکې په امربالمعروف او نهې عن المنکر کې د ښځو څانګې له رامنځته کولو خبر ورکړ ترڅو په دغه څانګه کې هغه ښځې چې د دې ډلې د قانون خلاف جامې اغوندي پلټنې ترې وشي.

په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو له حضوره مخنیوی، له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل او په تلویزیونونو کې د ښځینه ویندویانو پروړاندې محدودیتونه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پروړاندې د بندیزونو یوه برخه ده.