افغانستان

پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري اېستل پیل کړل

پاکستان د کډوالو د داوطلبانه وتلو د مهالوېش له پای ته رسېدو سره هم مهاله، د افغانانو د اجباري اېستلو لړۍ هم پيل کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ، پاکستان د ټاکل شوې ضرب الاجل تر پای ته رسېدو وروسته تر ۹۰ ډېر افغان وګړي چې د اې‌سي‌سي کارت یې درلوده او یا هم د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل، افغانستان ته شړلې دي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانانو د اجباري اېستلو لړۍ په خیبرپښتونخوا ایالت کې پيل شوی دی. ټاکل شوې چې دا ځل شا او خوا اته لکه افغان کډوال چې د اې‌سي‌سي کارتونه لري، له پاکستان څخه واېستل شي. بلخوا یو شمېر کډوال او بشري حقونو فعالین د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلام آباد دا پرېکړه ظلم او د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل بولي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر پيل:
ـ د کډوالو لپاره ټاکل شوې مهلت پای ته رسېدلی دی؛
ـ د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د جبري اېستلو لړۍ پيل شوې ده؛
ـ له ټاکل شوې مهلت وروسته، تر ۹۰ زیات کسان افغانستان ته شړل شوې دي؛
ستانه شوي کسان، د اې سي سي کارتونو لرونکي او ناقانونه کډوال دي.

اسوشیټېډ پریس د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه به د اختر د رخصتیو له امله، تر لسو نورو ورځو پورې وځنډول شي.

خبریال طاهر خان وایي: «د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه د بدلون وړ نه ده، پرون هم یو شمېر افغانان چې دغه کارتونه یې درلودل او قانوني اسناد ورسره نه ول، له پاکستان څخه اېستل شوې دي.»

د پاکستان حکومت د نوي کال له پیل راهیسې د ناقانونه کډوالو د نیولو او اېستلو پروسه پیل کړې، او په وروستي پرېکړه کې یې پاکستان کې مېشتو ټولو افغانانو ته چې د اې‌سي‌سي کارتونه لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی وو، ترڅو پاکستان له ټاکل شوي مهالوېش څخه مخکې پرېږدي. اوس چې دا ضرب الاجل پای ته رسیدلی، د کډوالو د جبري شړلو پروسه هم پیل شوې ده. خو په پاکستان کې افغان کډوال بیا د اسلام آباد دغه پرېکړه غندي او د بشري حقونو ضد او ظالمانه چلند یې بولي.

پاکستان کې افغانه کډواله، راحیل تلاش، وايي: «په خواشینۍ سره پاکستاني پولیسو د اختر په ورځو کې هم افغان کډوال نیولي او له پاکستانه یې ایستلي دي، دا اقدام د بشري حقونو او نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی.»

پاکستاني چارواکي وايي چې اوس مهال، شاوخوا ۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي. له دې شمیرې څخه ۱.۳ میلیونه کسان د کډوالۍ کارتونه لري، او شاوخوا ۱ میلیونه افغانان پرته له کوم قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسیږي. د نړیوالو مهاجرتي ادارو د راپورونو له مخې، د ۸۰۰ زره نورو کسانو اېستل چې د اې‌سي‌سي کارتونه لري، د پاکستان له لومړیتوبونو څخه دی.