د هرات په حوزوي روغتون کې سرچینې وایي، چې هره ورځ لسګونه نوي زېږېدلي ماشومان په نازک حالت کې، دې روغتیايي مرکز ته راوړل کېږي، خو یو شمېر یې د امکاناتو او مناسبې درملنې د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه سرچینې زیاتوي، چې له هغه راهیسې چې د امریکا بهرنۍ مرستې کمې شوي، لسګونه ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. اوس مهال یوازې یو ۲۰ بستریز روغتون چې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان لخوا چلېږي، د ماشومانو لپاره بنسټیز روغتیايي خدمات وړاندې کوي، خو د ډاکټرانو په وینا، دا روغتون هم د ټولو ناروغو ماشومانو د درملنې وړتیا نه لري.
د هرات د ماشومانو په ۲۰ بستریز روغتون کې سرچینې آمو ټلویزیون ته وایي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته، لسګونه ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه، چې د لویدیځ زون په ولایتونو کې یې مېندو او نوي زېږېدلو ماشومانو ته خدمات وړاندې کول، تړل شوي او یا یې فعالیت درولی دی. د سرچینو په وینا، هره ورځ لسګونه نوي زېږېدلي ماشومان د لویدیځ زون له ولایتونو څخه، دې روغتون ته راوړل کېږي، خو د امکاناتو د نشتوالي له امله یو شمېر یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د هرات روغتون یو ډاکټر وایي: «پخوا په ولسوالیو او د ولایتونو په مرکزونو کې ثابت او ګرځنده کلینیکونه موجود و، چې مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته یې حیاتي روغتیايي خدمات وړاندې کول، خو اوس یوازینی ځای چې بنسټیزې درملنې کوي، د هرات دا ۲۰ بستریز روغتون دی، خو دلته هم د امکاناتو د نشتوالي له امله هره ورځ یو شمېر ماشومان مري.»
په همدې حال کې، د لویدیځ زون د بېلابېلو سیمو یو شمېر ښځې هم آمو ټلویزیون ته تاییدوي، چې د بهرنیو مرستو تر کمېدو او د روغتیايي مرکزونو تر تړل کېدو وروسته، یې خپل نږدې خپلوان له لاسه ورکړي دي.
شاهګل، د قرباني شوې مېرمنې مور، وایی: «لور مې په خېټه کې ماشوم درلوده، ښار ته مو راوسته، خو د لارې په اوږدو کې مړه شوه. یوازې ماشوم یې پاتې شو، له هغې وروسته زما وضعیت هم خراب شوی دی.»
اقلیما، د ناروغ ماشوم مور، آمو ته وویل: «ماشومان مې ډېر ناروغ دي، ټوخی لري، سینه بغل دي، اقتصادي توان نه لرو چې درملنه یې وکړو، درمل اخلو، خو هیڅ اغېز نه کوي.»
یو شمېر ډاکټران خبرداری ورکوي، که چیرې په ولسوالیو او کلیو کې د روغتیايي خدماتو لړۍ بېرته پیل نه شي، نو د لویدیځ زون اوسېدونکي به له یوې سترې روغتیايي فاجعې سره مخ شي.
ډاکټر وکیل احمد غوریاني وایي: «له بده مرغه، هر سیاسي بدلون چې رامنځته کېږي، تر ټولو زیات زیان یې ماشومان او مېندې ویني. اوس هم د بهرنیو مرستو له پرې کېدو سره، د سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان راپورونه ښیي، چې شاوخوا ۳.۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، او ۸۴۰ زره امېندواره میندې هم په دې ناروغۍ اخته دي.»
د هېواد لویدیځ زون شاوخوا ۴۰ ولسوالۍ او سلګونه کلي لري، چې د ځینو اوسېدونکو په وینا یې، د ژوند له لومړنیو عامه خدماتو هم بې برخې دي.