افغانستان

د قرغیزستان پخوانۍ لومړۍ وزیره د ملګروملتونو سازمان د استازې په توګه وټاکل شوه

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي، د قرغیزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتانبایوا، د ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر د رییسې په توګه ګمارلې ده. مېرمن اوتانبایوا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د قیزغزستان ولسمشره وه. له هغې مخکې نوموړې د پارلمان د غړې او د لومړي وزیر د مرستیالې په توګه هم دندې ترسره کړې دي.


مېرمن اوتانبایوا، دوهمه مېرمن ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه ټاکل کېږي. له هغې مخکې کاناډايۍ دیبورا لاینز دا دنده ترسره کوله. د مېرمن لاینز د خدمت دوره د ۲۰۲۲ کال د جون په نهمه پای ته ورسېده.