سرچینې آمو ته وایي، چې طالب استازو د تورخم دروازې په اړه په دویمه ناسته کې له ګډون ډډه وکړه.
د سرچینو په وینا، سره له دې چې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د نننۍ ناستې هوکړه شوې وه، خو د طالبانو استازو په دې ناسته کې له ګډون څخه ډډه وکړه.
د طالبانو له لوري د سرحدي پوستې د جوړولو درول او د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره د اختلافاتو هواري، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د دې ناستې مهم موضوعات ول.
په همدې حال کې، یوشمېر موټرچلوونکي او مسافرین د تورخم دروازې د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.
خبریال طاهر خان وایي: «خو اوس د تورخم دواړه غاړو ته بند پاتې موټرچلوونکي او مسافر د دې دروازې د هر څه ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي.»
په تورخم کې د کارګرانو استازی، فرمان شینواری، وایي: «د تورخم بندېدل خلکو ته ډېر زیان اړولی دی. په دې موده کې موږ له سختو ستونزو او لویو زیانونو سره مخ شوي یو. زموږ غوښتنه دا ده چې دا لاره ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي، ترڅو د دواړو غاړو د خلکو ستونزې حل شي.»
یو شمېر موټر چلوونکي آمو ته وايي چې د تورخم د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ ديږ
موټر چلوونکی، فهیم، وایي: «د تورخم بندېدل موږ له ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو. څو ورځې کېږي چې په دې غرو او سړکونو کې بند پاتې یو، نه افغانستان ته تلای شو او نه پاکستان ته د تلو امکان شته.»
بلخوا، اقتصادي شنونکي بیا د تورخم د بندېدو احتمالي زیانونه د افغانستان او پاکستان لپاره داسې بیانوي:
د اقتصادي چارو کارپوه، آذرخش حافظي، وایي: «د تورخم بندېدل د ډیورند کرښې دواړو غاړو خلکو ته زیان اړوي. سوداګریز توکي پر خپل وخت نه رسېږي، د توکو بیې لوړېږي، او که دا لار بنده پاتې شي، نو دواړو هېوادونو ته به لوی اقتصادي زیانونه واړوي.»
د پاکستان سرحدي ځواکونو شل ورځې وړاندې د تورخم دروازه د امنیتي دلایلو او د طالبانو له خوا د شخړې په سیمه کې د امنیتي پوستې د جوړولو له امله وتړله.
سره له دې چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې وشوې، خو دا ستونزه لا هم نه ده حل شوې. په همدې حال کې، د دې لارې له بندېدو سره هم مهاله، د طالب ځواکونو او پاکستاني سرحدي سرتېرو ترمنځ وخت ناوخت نښتې هم وشوې، چې تر دې مهاله د دې نښتو په پایله کې پنځه کسان وژل شوي، چې درې یې د طالبانو غړي، یو پاکستاني افسر او یو موټر چلوونکی دی.
دغه راز، د درې پاکستاني ځواکونو او درې افغان خبریالانو په شمول، له ۱۳ څخه ډېر کسان ټپیان شوي هم دي. اوس، سره له دې چې د تورخم د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنې زیاتې شوې، ښکاري چې طالبان له پاکستان سره د رامنځته شوو ستونزو د حل لپاره خبرو ته چمتو نه دي.