د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده، په تېره نږدې یوه میاشت کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی په غیابت کې د څلورو ولایتونو لپاره څلور نوي د امنیه قومندانان ګمارلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې معتبرو سرچینو آمو ته ویلي، چې سراج الدین حقاني تر پرونه چې د کب میاشتې اتلسمه نېټه وه، نه په کابل او نه هم د خپل واک په دودیز مرکزونو لکه خوست، پکتیا او پکتیکا کې لیدل شوی دی.
که څه هم د طالبانو ویاند وايي چې سراجالدین حقاني هېواد ته راستون شوی او له درملنې وروسته یې آرام کړی دی.
آیا سراج الدین حقاني هغه هېواد ته پناه وړې، چې پرون غني د طالبانو له ډاره دې هېواد ته پناه وړې وه؟
د نوموړي په غیابت کې، په تېره نږدې یوه میاشت کې د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده د کندهار، بدخشان، خوست او جوزجان ولایتونو لپاره نوي د امنیه قومندانان معرفي کړې دي.
د سراجالدین حقاني د غیابت پر مهال د طالبانو څلور نوي امنیه قوماندانان:
نیکمحمد ملنګ – د بدخشان د امنیې قوماندان – ۱۴۰۳کال د کب ۷مه
عبدالستار صابر – د جوزجان د امنیې قوماندان –۱۴۰۳ د کب ۱۸مه
عبدالاحد طالب – د کندهار د امنیې قوماندان – ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۲۷مه
عبدالله حماد – د خوست د امنیې قوماندان – ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۹مه
د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال، محمد آصف صدیقي، وایي: «ټولې مقررۍ او مهمې دندې د هبتالله اخندزاده ډلې پورې تړلې دي. دغه ګمارنې د هغه له خوا ترسره شوي. په دې وروستیو کې د طالبانو د امنیې قوماندانان د هبتالله اخندزاده له خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له وړاندیز پرته، ټاکل کېږي. حقاني ډله هڅه کوي چې په عربي هېوادونو کې د ځان لپاره پام راجلب کړي او له امریکا سره د باور فضا رامنځته کړي. داخلي اختلافونه ورځ تر بلې زیاتېږي.»
سراجالدین حقاني د طالبانو د واک په معادله کې یو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي. خو باوري سرچینې وايي، چې د واک د انحصار له امله د طالبانو له مشر څخه سخت ناراضه شوی او اماراتو ته تللی دی. د سرچینو په وینا، تر پرون شنبې پورې هم، نوموړی نه په کابل کې لیدل شوی او نه هم د خپل واک په دودیز مرکزونو لکه خوست، پکتیا او پکتیکا کې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تازه په یوه رسنیزه مرکه کې ادعا کړې، چې سراجالدین حقاني بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، وایي: «په هېواد کې دی، او د استراحت په حالت کې دی. د درملنې لپاره تللی و. له درملنې وروسته، اوس استراحت کوي.»
سره له دې چې د طالبانو ویاند ادعا کوي چې سراجالدین حقاني بېرته هېواد ته راستون شوی، خو په نږدې پنځوسو ورځو کې د نوموړي کوم تازه انځور نه دی خپور شوی. د حقاني یوازینی انځور، چې د سلواغې په ۲مه د اماراتو له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال خپور شو، او څو نور انځورونه، یې چې د عمرې حج ادا کولو ته منسوب دي خپاره شوي، خو د دې انځورونو د دقیق وخت او ځای په اړه معلومات نشته.
ملګرو ملتونو ویلي و، چې سراجالدین حقاني ته د عمرې حج د ادا کولو لپاره د سلواغې له ۴مې بیا تر ۱۵مې د سفر معافیت ورکړل شوی و، په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند ادعا کوي چې سراج الدین حقاني د درملنې لپاره له هېواده بهر تللی و.
د ملګرو ملتونو د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «د امنیت شورا کمیټې د ۲۰۲۵ زږدیز کال د جنوري په ۲۲مه د ۱۹۸۸ (۲۰۱۱) پرېکړه لیک له مخې، سراج الدین حقاني ته د سفر بندیز معافیت تایید کړی تر څو د روان کال د جنورۍ له ۲۳مې بیا د فبروري تر ۳مې سعودي عربستان ته سفر وکړي. د دې سفر موخه د عمرې حج ادا کول دي.»
سربېره پر دې، باوري سرچینو مخکې «آمو» ته ویلي وو، چې د سراجالدین حقاني د غیابت پر مهال، د کورنیو چارو وزارت چارې د دوو معینانو، محمد نبي عمري او ابراهیم صدر، له خوا پرمخ وړل کېږي.