سویلي آسیا

د تورخم دروازې د بندښت په لسمه ورځ؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته

د تورخم د دروازې د بندښت په لسمه ورځ، طالبانو او د پاکستان سرحدي ځواکونو پر یو بل ډزې کړې دي. د سرچینو په وینا، په دې نښته کې دری پاکستاني سرتېري او یو ملکي وګړی ټپي شوي دي. طالبان او پاکستاني سرحدي ځواکونه یو بل د جګړې په پیلولو تورنوي، خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي، دا نښته بیګا ناوخته هغه مهال پیل شوه، کله چې طالبانو د تورخم دروازې ته نږدې د یوې پوستې د جوړولو هڅه کوله. دا نښته د دوشنبې تر سهاره پورې روانه وه.

د تورخم دروازې د بند پاتې کېدو په نهمه شپه، طالبانو او د پاکستان سرحدي ځواکونو پر یو بل باندې ډزې کړې دي. سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې دغو نښتو د دوشنبې ورځې تر سهاره پورې دوام درلود او دواړو لوریو پر یو بل باندې د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې. سیمه ییزو سرچینو همدا راز ویلي چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په دې نښتو کې د یوه ملکي وګړي او درې پاکستاني سرتېرو په ګډون، څلور تنه ټپیان شوې دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې چې له آمو سره یې شریکې کړې دي، په تورخم کې نښته پرون شپه ناوخته هغه مهال پیل شوه، چې طالبان د یوې پوستې په جوړولو بوخت ول. سیمه ییزې سرچینې ټينګار کوي چې دواړه لوري یو بل د جګړې په پيلولو تورنوي. اوس مهال دواړه لوري لاس په ماشه او په آماده باش حالت کې دي، خو نښته پای ته رسېدلې ده. بلخوا د تورخم دروازه د لسمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.

بلخوا په پېښور کې د طالبانو سرقنسل د خیبرپښتونخوا له اعلی وزیر سره په لیدنه کې، د تورخم دروازې پر پرانیستلو بحث کړی دی. خو د نوموړي دغه لیده کاته د دوشنبې له نښتې مخکې ترسره شوې ده.

د طالبانو او د پاکستاني د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې، نوې نه دي، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو وروستی درې میاشتنۍ راپور ښيي، چې د روان کال له له زمري میاشتې بیا تر لړمه پورې، طالبانو او پاکستاني سرتېرو ۲۸ ځله د یو بل پر وړاندې نښته کړې ده.

له دغې ډلې لږ تر لږه ۲ نښتې د تورخم دروازې په شاوخوا کې شوې دي.

د بنسټیزو جوړښتونو پراختیا، په ځانګړي توګه د تالاشۍ پوستو جوړول، د دغو نښتو د اصلي لاملونو په توګه یاد شوي دي.

طالبانو او د پاکستان حکومت د دې نښتې په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ادعا کړې وه چې اسلام‌آباد د تورخم دروازه وروسته له هغې وتړله، چې طالبانو د پاکستان لوري ته د یوې پوستې د جوړولو هڅه وکړه.

د تورخم د دروازې لس ورځنی بندښت د مسافرو، په ځانګړي توګه هغه ناروغانو ته چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي، سختې ستونزې پیدا کړې دي او سوداګرو ته هم درانه مالي زیانونه اوښتې دي.