د افغانستان د شنونکو شبکې په یوه تازه راپور ویلي دي، چې افغان کډوال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمانونو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
دغې شبکه ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسې، شاوخوا ۲۰۰ زره افغان وګړي متحده ایالاتو ته تللي دي. د راپور په وینا، له هغه وروسته چې ټرمپ بېرته سپینې ماڼۍ ته راستون شوی او په امریکا کې سیاسي فضا ژر بدله شوې، دغه کډوال له «وېرې او امید» سره ژوند کوي.
د دغې شبکې یوه ارزونه، چې د دغه بنسټ د افغان کډوالو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، څرګندوي چې ډېری افغان کډوال د کالیفورنیا، ویرجینیا، واشنګټن ډي سي، پنسلوانیا او ټکزاس ایالتونو کې مېشت دي.
د افغانستان د شنونکو شبکه وايي چې د افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو په چوکاټ کې د «لنډمهاله خوندیتوب» پروګرام بندېدو او د نورو اجرائیوي فرمانونو له امله، هغه افغانان چې لا هم په افغانستان کې له خطر سره مخ دي، نه شي کولای دې پروګرام ته غوښتنلیک ورکړي یا له دې لارې متحده ایالاتو ته لاړ شي.
دغه شبکه یادونه کوي چې اوس مهال شاوخوا ۱۰ زره افغان وګړي د «لنډمهاله خوندیتوب وضعیت» تر شرایطو لاندې په متحده ایالاتو کې ژوند کوي، خو د ټرمپ حکومت هغوی ته د امریکا پرېښودو خبرداري ورکړی او هغوی د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
په دې راپور کې همدارنګه راغلي، چې ښايي دا کډوال د نورو لارو، لکه د «کاري جواز» یا د پناه غوښتنې له لارې، په متحده ایالاتو کې پاتې شي.
په دغه راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د افغانالاصلو کډوالو شمېر د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ شاوخوا دوه برابره شوی او له ۶۵ زرو کسانو څخه ۱۳۲ زرو ته رسېدلی.
په همدې حال کې د امریکا مېشت د کډوالو د سیاستونو موسسې ویلي، چې دا د پام وړ زیاتوالی د افغانستان د اوږدو جګړو او سیاسي بېثباتۍ له امله دی، چې د بشري کډوالۍ یو دوامداره بهیر یې رامنځته کړی.
اوس د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، او د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې، د افغانالاصلو امریکايي وګړو او دایمي استوګنو شمېر شاوخوا ۲۲۰ زره ته رسېدلی.