د دوحې له تړون څخه د نیمې لسیزې په تېرېدو، آيا امریکا او طالبان دغې هوکړه لیک ته د یوې لغو شوي هوکړې په سترګه ګوري؟
طالبانو د تیرې اوونۍ په جمعې ورځ د لومړي ځل لپاره په ښکاره توګه وویل، د دوحې هوکړه لیک چې په عامه افکارو کې تر ډېره طالبانو ته د افغانستان د تسلیميۍ په توګه شهرت لري، نور پای ته رسېدلی ده. په امریکا کې هم نوی ولسمشر واک ته رسېدلی دی، چې له دې وړاندې یې په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې د دوحې هوکړه لغو شوې بللې وه. د نړیوالو اړیکو د مطالعاتو یو شمېر څېړونکي ټینګار کوي چې یاد تړون، د افغانستان د اوسني وضعیت ځواب ویونکی نه دی.
د دوحې هوکړه لیک د ټرمپ د لومړی دورې پر مهال، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په لسمه، د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، خو د دې هوکړې مهمه برخه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ول، د بایډن د واک پر مهال د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري او وږي میاشت کې تطبیق شوه. کله چې ټرمپ د روان لمریز کال په وږي میاشت کې په خپله لومړنی ټاکنیزه مبارزه کې راڅرګند شو، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو له څرنګوالي یې نیوکه وکړه او د دوحې هوکړه یې لغو شوی اعلان کړ.
د امریکا ولسمشر ، ډونالډ ټرمپ، د ۱۴۰۳کال ـ وږي ۲۱مه وویل: «او د خبرو د بشپړولو لپاره، دوی هوکړه خرابه کړه. په هوکړه کې ویل شوي ول چې دغه کارونه باید ترسره شي. خو دوی دا کارونه ترسره نه کړل. موږ له دې امله چې هغوی په خپلو ژمنو عمل و نه کړ، هوکړه مو لغو کړله.»
ټرمپ اوس سپينې ماڼۍ ته ورګرځېدلی دی. د دې هوکړې بله خوا چې طالبان دي، د دوحې د هوکړې په پنځه کلنۍ کې د دوی ویاند د لومړي ځل لپاره په ښکاره وویل چې دغه هوکړه نوره پای ته رسېدلې او یو ډول یې یادونه وکړه چې د دوحې تړون نور د تاریخ یوه برخه شوه.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب ۹مه وویل: «هوکړه (د دوحې تړون) تر یوې مرحلې پورې وه. له هغې وروسته د امارت (طالبانو) لپاره خپل حاکمیت دی. د هوکړې مطابق نور مخکې نه ځو. د خپل نظام د اصولو په مطابق مخ ته ځو. هغه له امریکایانو سره یوه هوکړه وه چې په خپل وخت کې پای ته ورسېده.»
د دوحې تړون یوه مهمه برخه چې له افغانانو سره د یوه تازه دولت او د جګړې پای ته رسېدل ول، عملي نه شوه. که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ یې مذاکرات پر مخ یووړل او له عبدالغني برادر سره یې د دوحې هوکړه لاسلیک کړه، ټینکار کوي چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره ټولې خواوې باید د دوحې هوکړه لیک ته ور وګرځي.
خو د نړیوالو اړیکو د مطالعاتو یو شمېر څېړونکي ټینګار کوي چې د دوحې هوکړه لیک نور د افغانستان د وضعیت د حل لپاره ځواب ویونکی نه دی او د لارې بله نقشه باید ولټول شي.
څېړونکی او امریکا په اېنډيانا پوهنتون کې استاد، محمد نظیف شهراني، وایي: «د دوحې پر هوکړې نه طالبانو عمل وکړ او نه هم امریکا پر دې ټينګار وکړ چې هوکړه عملي شي. له همدې امله تر کومه ځایه چې زه درک کوم، نه کولای شو دې قرارداد ته ارزښت ورکړو، مګر دا چې هغه څه دواړو لوریو ویلي؛ بېرته ترې شاتګ وکړي او ټینګار وکړي چې موږ کولای شو د دوحې د تړون پر بنسټ، د افغانستان وضعیت و ارزوو او ستونزې یې حل کړو، خو په دې نږدې وختونو کې زه نشم کولای داسې یو څه حس کړم چې د بیا ځلې بحث دلیل وي.»
د دوحې تړون، له څلورو برخو سربېره چې ټول یې په اړه پوهېږي، پټ ضمایم هم لري. که څه هم د پټو ضمایمو په اړه معلومات څو لاسه دي، خو روښانه نه ده چې په دې پټو ضمایمو کې کوم موارد راغلې دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لیک
دغه هوکړه د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه په څلورو ښکاره برخو او څو پټو ضمایمو کې لاسلیک شوه
د امریکايي ځواکونو وتل، د طالبانو د بندیانو آزادېدل، د بین الافغاني خبرو پيل او نړۍ په ځانګړي توګه امریکا ته له افغانستانه د ګواښ نه پيښېدل، د دې هوکړې ښکاره برخې وې
له دې وړاندې د هېواد یو شمېر اوسېدونکو آمو ته ویلي وو، چې د دوی په باور، د دوحې تړون په اصل کې طالبانو ته د افغانستان د تسلیمولو هوکړه وه او په دې هوکړه لیک کې تر ټولو ډېر د افغانستان خلکو زیان لیدلی دی. د ټرامپ تازه ادارې تر اوسه د افغانستان په اړه کوم ځانګړی سیاست نه دی غوره کړی او یوازې یې پر دې مسئلې ټينګار کړی؛ چې په افغانستان کې له طالبانو سره د پاتې امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بیا ترلاسه کولو په لټه کې دی.