افغانستان

طالبانو په یوه میاشت کې درې د زده‌کړو فعالین نیولي

طالبانو له یوې میاشتې په کمه موده کې درې د زده‌کړو فعالین، چې دوه یې د بریټانیې اتباع دي، په افغانستان کې نیولي دي.

طالبانو د دې نیولو په اړه جزيیات نه دي ورکړي، خو سرچینې وایي چې د طالبانو استخباراتو پرون په کابل کې د وزیر خان په نوم د زده کړو یو بل فعال نیولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړي د انجونو او هلکانو لپاره د یوه کورني ښوونځي له لارې زده‌کړې برابرولې. بلخوا، طالبانو په بامیانو ولایت کې د بریټانوي جوړې نیول کېدل یو سو تفاهم بولي. ورته مهال، د بشري حقونو یو شمېر فعالان د زده کړو د دغو فعالانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

طالبانو له یوې میاشتې په کمه موده کې درې د زده‌کړو فعالین، چې دوه یې د بریټانیې اتباع دي، په افغانستان کې نیولي دي. د سلواغې په ۱۳مه، طالبانو یوه بریټانوۍ جوړه د نامعلوم دلیل له امله په بامیانو کې ونیول. دا جوړه، چې ۷۹ کلن پيټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز نومېږي، ویل کېږي چې په تېرو اتلس کلونو کې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه. دغې جوړې د “ریبولډ” په نوم بنسټ اداره کاوه، چې موخه یې د زده‌کړو د پروګرامونو ملاتړ بلل شوی دی.

طالبانو له بریټانوي رسنیو سره په خبرو کې د دې دوه بریټانوي اتباعو نیول کېدل غلط فهمي بللې ده او ویلي یې دي چې دا جوړه به ډېر ژر خوشې شي.

دې ټولو سره، سرچینې وایي چې د طالبانو استخباراتو پرون د زده کړو یو بل فعال چې وزیر خان نومېږي، په کابل کې نیولی دی. د سرچینو په وینا، د نوموړي د نیولو دلیل او وضعیت هم روښانه نه دی. وزیر خان نږدې درې کاله د کابل په خاک‌جبار ولسوالۍ کې د «نن ماشوم» په نوم د یوه کورني ښوونځي له لارې انجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې وه. د بشري حقونو یو شمېر فعالانو د طالبانو له لوري د زده کړو د فعالینو نیول کېدل د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی.