روغتیا

بامیان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو دوه برابره زیاتوالی

په وروستیو میاشتو کې د بامیانو ولایتي روغتون د ماشومانو په برخه کې د پخوا په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته شوې. د تېر کال پر خلاف سږ کال په ځینو بسترونو کې دوه ناروغان بستر دي. په دغه روغتون کې هر ورځ ۱۲۰ ماشومان معاینه کېږي ترڅو وګوري پر خوارځواکۍ نه وي اخته شوي.

یوازې چهارشنبې د وږي پر دویمه دغه روغتون کې د خوارځواکۍ ۲۴ ناروغان بستر وو.

د ماشومانو د خوارځواکۍ برخې په یوه خونه کې د بامیان ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې د شهیدانو کلي یو ماشوم بستر دی. د هغه په ښي لاس کې کنول لګول شوی دی.

مور یې وایي چې دغه ماشوم لومړی پر سخت نسناستي اخته شو او وروسته له هغې چې د کلي کلینیک د دغه ماشوم د درملنې لپاره پوره امکانات نه لرل خاوند یې پيسې پور کړې او هغه یې ولایتي روغتون ته ولېږداوه.

اوس د خوارځواکۍ په برخه کې د هغه له بسترېدو پنځه ورځې کېږي، مور یې هم خوشحاله ده چې هره ورځ یې د ماشوم وزن زیاتېږي او اوس د مخکې په شان په بد حال کې نه دی.

خو وایي چې د خاوند وزګارتیا هغه اندېښمنه کړې او نوموړې خپلو اولادونو ته د پوره خوړو برابرولو وس نه لري.

په بله خونه کې څلور ماشومان بستر دي. یو له دغو ماشومانو څخه لس میاشتنۍ هلک دی.

د دغه ماشوم مور عاطفه حسنیار وایي چې د ماشوم د ناورغۍ یې یوه میاشت کېده او هره ورځ یې وزن کمېده.

اوس د بامیان په ولایتي روغتون کې له اتو ورځو بسترېدو وروسته یې وضعیت ښه شوی او هره ورځ ۱۰۰ ګرامه وزن زیاتوي.

د ماشومانو له خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

د بامیان په ولایتي روغتون کې د ماشومانو متخصص عبیدالله صدیقي وایي: پر خوارځواکۍ اخته ماشوم له کم وزن سره نړۍ ته راځي او د موږ په شیدو سم نه تغذیه کېږي.

د صدیقي په وینا: اوسمهال د بامیان په ولایتي روغتون کې هغه ماشومان چې له شپږ کلونو کم عمر لري او پر خوارځواکۍ اخته شوي میندو یې هغوی ته د اړتیا په وخت په پوره کچه شیدې نه دي ورکړې.

هغه ټینګار کوي چې که پر خوارځواکۍ اخته ماشومان په سمه توګه تغذیه نه شي، مړه کېږي.

د دغه ډاکتر له قوله، نوي زېږېدلي ماشومان باید تر شپږو میاشتو پورې په پوره توګه د مور شیدې ترلاسه کړي.

هغه وویل: «تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان باید واکسین شي او کله چې د شري، نسناستي او کولرا په شان ناروغیو سره مخ کېږي پوره خواړه وکاروي.»

له دوو کلونو وروسته تر اوسه د بامیان ولایتي روغتون نه دی حوزه یي شوی

د بامیان د ولایتي روغتون رییس ډاکتر عبدي محمد عبدي وایي چې پر خوارځواکۍ د اخته ناروغانو شمېر میاشت په میاشت لوړېږي او اوسمهال د تېرې میاشتې په پرتله دوه برابره شوی دی.

د عبدي په وینا: کورنۍ د عاید د کموالي له امله خپلو اولادونو ته د پوره خوراکي توکو برابرولو وس نه لري او دغه وضعیت د دې لامل شوی چې خوارځواکي ورځ تر بلې زیاته شي.

هغه له دې سره سره ټینګار کوي چې «تر خپله وسه د خوارځواکۍ ماشومانو درملنه کوو او خوراکي توکي ورکوو.»

د مسوولانو د معلوماتو پربنسټ: اوسمهال د بامیان ولایتي روغتون ۱۰۵ بستره او ۲۴۶ مسلکي او غیرمسلکي فعال کارکوونکي لري. په دغه روغتون کې د بامیان ولایت پر ناروغانو سربېره د دایکندي، د غور لعل وسرجنګل ولسوالۍ، د بغلان د تاله وبرفک ولسوالۍ، د سمنګان د دره صوف ولسوالۍ، د سرپل د بلخاب ولسوالۍ او د پروان او وردګو ناروغان هم ورځي.

په دې لړ کې، د بامیان د ولایتي روغتون رییس زیاتوي چې دغه روغتون ته باید پراختیا ورکړل شي ترڅو وکولای شي د اورتوپیدي، سترګو، غوږ او د نورو برخو ناروغانو درملنه هم وشي.

د ده په وینا: د دغو ستونزو لویه برخه د بامیان د روغتون له حوزه یي کېدو سره هوارېدای شي؛ خو دغه موضوع له دوو کلونو وروسته لا هم نه ده حل شوې.

د بامیان په مرکز کې ۵۰۰ نارینه او ښځینه وو له ماشوم او مور څخه د ملاتړ په روزنیزو دورو کې ګډون وکړ

په همدې حال کې بامیان کې د یوې روزنیزې موسسې مسوولان وایي چې د ۲۰۲۲ کال له پيل راهیسې له ۵۰۰ زیاتو نارینه او ښځینه وو لپاره د بامیان په مرکز کې له ماشوم او میندو څخه د ملاتړ روزنیز پروګرامونه رامنځته کړي دي.

د دغو کسانو کابو ۲۰۲ تنو چهارشنبه د وږي پر دویمه له دغه پروګرام څخه د دوهمې دورې فراغت جشن جوړ کړی او شهادتنامې یې اخیستې دي.

د دغې روزنیزې موسسې یوه مسوول رحمت فراز وویل چې ډېری هغه کسان چې په دغو موسسو کې د ځایي ډاکترانو په کچه روزل شوي دي، اوس کولای شي په کلیو کې خپلې او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د فراز په وینا: ښځې او نارینه باید د یو بل پروړاندې د مسوولیتونو په اړه پوره پوهای ولري؛ ځکه د مور او ماشوم روغتیا ډېر ارزښت لري.

د دغه پروګرام ګډون کوونکې ضیا ګل وایي چې په دغه پروګرام کې یې اغېزمن مسایل زده کړي او اوس پوهېږي چې د اومیندوارۍ په موده کې کوم خواړه مور او ماشوم ته ګټور دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د میندو په ګډون ۲۰۰ زره تنه پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.