Uncategorized @ps افغانستان

پاکستان د تورخم دروزاه هر ډول تګ‌راتګ په مخ وتړله

د تورخم دروازه له تېرې شپې راهیسې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دغه دروازه د طالبانو له لوري کرښې ته نږدې د نوي تاسیساتو د جوړولو له امله تړل شوې ده. د تورخم لپاره د طالبانو سرحدي کمېسار هم تایید کړې چې دا اقدام د طالبانو له لوري پولې ته نږدې د رغنیزو فعالیتونو له امله رامنځته شوې ده. په همدې حال کې، سلګونه مسافر او د سوداګریزو توکو لارۍ د تورخم دروازې دواړو غاړو ته بند پاتې دي. بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسلام‌اباد له طالبانو سره د تعامل غوښتونکی دی، خو په وینا یې، طالبان باید د افغانستان خاوره افراطي ډلو ته په واک کې ور نه کړي.

دا دروازه له تېرې شپې راهیسې د پاکستان له لوري تړل شوې ده. د پاکستاني چارواکو او طالبانو په وینا، دا دروازه د طالبانو له لوري کرښې ته نږدې د نوي تاسیساتو د جوړولو له امله تړل شوې ده.

د طالبانو د سرحدي کمېسار په وینا، د سلګونو مسافرو ترڅنګ، ناروغان او د سوداګریزو توکو بار لارۍ هم د تورخم دروازې د بېرته پرانیستل کېدو ته انتظار باسي. خو پاکستاني چارواکي وایي چې د دې تاسیساتو جوړول غیرقانوني او شخړې رامنځته کوي.

طالبان د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال تر دې دمه، څو ځله له پاکستاني ځواکونو سره نښتې کړې دي، چې کله د پولې پر سره شخړې وې او کله هم د ترهګرۍ اړوند مسایلو له امله. پاکستان هم وخت ناوخت په افغانستان کې پوځي عملیات ترسره کړي، لکه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني جنګي الوتکو خونړی هوایي برید. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ټي آر ټي سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ټي ټي پي حضور دوام لري، او ټینګار یې کړی چې اسلام‌اباد به د هر ډول برید پر وړاندې غبرګون وښيي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، وایي: «یو اطمیناني ډاډ ته اړتیا ده، د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو او تنظيم لپاره و نه کارول شي. موږ په وار وار دغه اندېښنې د افغانستان له چارواکو سره شریکې کړې دي.»

اسلام آباد منلې ده، چې له طالبانو سره یې اړیکې ترینګلې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، وایي: «له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه چې دا د متحده ایالاتو پرېکړه وه، خو مهمه مسئله دا ده چې امریکا باید خپلې وسلې افغانستان کې نه وای پريښې. دغه وسلې اوس د تحریک طالبان پاکستان په څېر د نورو افراطي ډلو لاسونو ته ورغلې دي.»

پاکستان چې د طالبانو له مهمو متحدینو څخه ګڼل کېده او دغه هېواد، افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، نړیواله ټولنه یې له طالبانو سره تعامل ته لېواله کوله، خو د ټي‌ټي‌پي د مسئلې پر سر له ترینګلتیا وروسته، اوس اسلام آباد د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرو ډلو د پټن ځای په توګه یادوي، بلخوا طالبان هم خپل پخوانۍ متحد، د داعش خراسان څانګې د پټن ځای په توګه یادوي.