افغانستان

د طالبانو لخوا د زده کونکو او ښوونکو لپاره د پګړۍ، خولۍ او افغاني جامو اجباري یونیفورم

طالبانو د زده کونکو او د ښوونځي ښوونکو لپاره «جامې ،پګړۍ او سپينه خولۍ» د یونیفورم په توګه ټاکلي دي.

په نوي پلان کې، چې د طالبانو مشر هبت الله آخوندزاده لخوا تصویب شوې، راغلي چې د لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې زده کونکي به «آبي کمیسونه، او سپینې خولۍ» او د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې «سپین کمیسونه او پګړۍ» به آغوندي.

په قانون کې پر دې هم ټینګار شوی چې د ښوونځیو زده کونکي او ښوونکي باید ټاکل شوي یونیفورمونه مراعات کړي. خو د هېواد اوسېدونکو بیا د طالبانو دغه اقدام ظالمانه پرېکړه او تاریخي شاتګ بللی دی.

د طالبانو مشر د زده کوونکو او ښوونځیو ښوونکو لپاره د یونیفورم طرحه په یوه مقدمه او نهه مادو کې لاسلیک کړې ده.

په هغه طرحه کې چې یوه کاپي یې آمو ټلویزیون ته رسیدلې ده، راغلي چې د لومړي ټولګي څخه تر نهم ټولګي پورې زده کوونکي باید د پګړۍ سره آسماني رنګه جامې او د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې سپینې جامې له پګړۍ سره واغوندي. په دې طرحه کې راغلي چې د زده کوونکو جامې باید تنګې، لنډې او نازکې نه وي او ټول زده کوونکي او ښوونکي مکلف دي چې دغه طرحه مراعت کړي.

د زده کوونکو لپاره د طالبانو نوې طرحه

افغاني جامې، خولۍ او پګړۍ

ده لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې زده کوونکي، آسماني رنګه جامې او خولۍ

د لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي سپینې جامې او پګړۍ

د ښوونځي ښوونکي، له جامو، پګړۍ او خولۍ سره

جامې باید نازکې، چسپ او لنډې نه وي

ټول زده کوونکي او ښوونکي مکلف دي چې دا یونیفورم مراعات کړي

د نهو مادو په دغه طرحه کې، چې په څلورو فصلونو او یوه مقدمه کې جوړه شوې، ټینګار شوی چې د زده کونکو جامې باید د دوی د زنګونونو لاندې وي؛ په طرحه کې دا هم ویل شوي چې د خصوصي ښوونځیو د جامو رنګونه به د دې ادارو لخوا ټاکل کیږي.

د طالبانو په طرحه کې دا هم راغلي چې دا یونیفورم به د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې پلي شي، او د طالبانو په مشرۍ د څارنې او ارزونې ریاست به یې د پلي کیدو چارې مخ ته یوسي. خو د هېواد اوسېدونکي بیا د طالبانو دغه طرحه ظالمانه او تاریخي شاتګ بولي.

د کابل یو اوسېدونکی وایي: «د طالبانو له خوا د ښوونځيو د ماشومانو لپاره لوګیو، خولۍ او جامو طرحه، ظالمانه او د افغان خلکو د هیلو خلاف دی. طالبان غواړي چې خپله اراده په زوره پر خلکو تحمیل کړي. موږ له دې وضعیت څخه ستړي شوي یو او حتی د جامو اغوستلو حق هم نه لرو.»

د کابل یو بل اوسېدونکي هم آمو ته په دې اړه داسې وویل: «موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې موږ حتی د خپلو جامو د انتخاب حق نلرو او طالبان زموږ لپاره پریکړه کوي چې څه واغوندو. د نن ورځې طالبان د پرون له طالبانو څخه توپیر نلري او دوی په خلکو ظلم کوي.»

په ورته وخت کې، د بشري حقونو فعالین هم د طالبانو دا عمل د فردي آزادۍ سرغړونه او د هیواد له معاصرو ارزښتونو سرغړونه ګڼي.

د بشري حقونو فعاله، راحیل، وایي: «طالبانو له افغانانو څخه د ژوند حق اخیستی دی، د طالبانو نوی قانون ښیي چې دا ډله خپلې لومړۍ دورې ته راستنه شوې ده. طالبانو له افغانانو څخه د خپلو جامو د غوره کولو حق هم اخیستی او هیواد یې په خپل زندان بدل کړی دی.»

په تېرو دریو کلونو کې، طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته انجونې، ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې او ښځې او نجونې یې په بشپړه توګه له لوړو زده کړو څخه محرومې کړې دي؛ دوی د هیواد تعلیمي نصاب هم د خپلې خوښې سره سم بدل کړی دی. اوس، د ځینو کارپوهانو په وینا، طالبان هڅه کوي چې د نوي طرحې په لاسلیک کولو سره افغانستان د ۱۹۹۰مې لسیزې ته راستون کړی؛ او دا به د هیواد لپاره ویجاړونکې او نه جبرانیدونکې پایلې ولري.