نړۍ

حماس درې اسراییلیان د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې خوشې کړل

حماس د شنبې په ورځ درې نور اسراییلي یرغمل د ۳۶۹ فلسطینیانو په بدل کې خوشې کړل.

د حماس ډلې ټینګار کړی چې خبرې اترې او د اوربند تړون ته غاړه ایښودل یوازې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره دي.

په بدل کې به اسراییل له خپلو زندانونو څخه ۳۶۹ فلسطینیان خوشې کړي.

الکساندر تروفانوف، ساکي دکل چن او یایر هورن هغه کسان دي چې نن خوشې شوي دي.

حماس ویلي چې د اسراییلي وګړو خوشې کول وښودله چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو یوازینۍ لاره، خبرو اترو او د اوربند تړون ته غاړه ایښودل دي.

اسراییلي وګړي په قاهره کې تر خبرو اترو وروسته خوشې شول.

خو حماس وايي چې تمه لري چې د اوربند د دوهم پړاو په اړه له اسراییلو سره غیر مستقیمې خبرې اترې راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د راپورونو له مخې د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د خپلو وګړو د خوشې کیدو لپاره خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دوی د متحده ایالاتو سره همغږي کوي او د ټولو یرغمل شویو خوشې کولو ته چمتو دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته د شنبې تر غرمې پورې وخت ورکړی و چې ټول یرغمل شوی اسراییلیان خوشې کړي، که نه نو اسراییل باید د اوربند تړون لغو کړي.