افغانستان

په تېر یوه کال کې د سلو سَلفي عالمانو وژل کېدل

تصویر تعدادی از کشته شدگان سلفی در یک‌سال گذشته

په تېر یوه کال کې، لږ ترلږه سل سلفي عالمان وژل شوي او ددې ډلې څلوېښت دیني مدرسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تړل شوې دي.

په اروپا کې د سنتو د راژوندي کولو بنسټ استازي مولوي نجیب الله حبیبي له آمو ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا کوي چې طالبانو د سلو سلفي عالمانو د وژلو او د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د دې ډلې د څلوېښتو مدرسو د تړلو ترڅنګ په افغانستان کې د سلفي مدرسو څه د پاسه پينځه زره نور دعوت کوونکي او شاګردان بندیان کړي دي.

له دې مخکې د ملګروملتونو سازمان اعلان کړی و چې د روان میلادي کال تر جنورۍ میاشتې په افغانستان کې د سلفي عالمانو ۵۰ قتلونه ثبت شوي دي.

خو حبیبي د ملګروملتونو سازمان له خوا خپرې شوې شمېرې نیمګړې بولي او زیاتوي چې ددې ډلې د وژل شویو شمېر له هغې زیات دی چې ملګروملتونو یې راپور ورکړی دی.

هغه طالبان ددغو وژنو عاملین بللي او ټینګار کوي چې د نظرونو د اختلاف له امله، طالبان سلفي عالمان د هېواد په ټولو برخو کې په نښه کوي.

ښاغلی حبیبي وايي: «(د سلفي علماوو د وژل شویو شمېر) سلګونه تنو ته رسېږي، ځینې د طالبانو په زندانونو کې وژل شوي او یو شمېر په نورو سیمو کې له منځه تللي دي. شمېرې ښيي چې څه د پاسه پينځه زره تنه د سلفي والي په جرم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.»

طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې په افغانستان کې مشهور سلفي عالم شیخ متوکل نیولی؛ خو له څو ورځې بند وروسته یې وواژه. د ښاغلي حبیبي په وینا، «ذبیح الله مجاهد» د سلفیانو له یو شمېر مشرانو سره په ټلیفوني اړیکه کې ژمنه کړې وه چې ښاغلی متوکل له بنده خوشی کوي؛ له څو ورځې وروسته یې د هغه مړی موندلی دی.

له دې مخکې د افغانستان رسنیو د مولوي عبیدالله متوکل د ورور شاه رسول له قوله لیکلي و چې متوکل لس ورځې د طالبانو په بند کې و او لس ورځې وروسته، یې کورنۍ د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ له سیمې د هغه سرپرې کړې او اسيد پاشل شوی مړی موندلی دی.

په ملي او نړیوالو رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې، سلفیت په افغانستان کې په یوه مذهبي بهیر د بدلېدو په حال کې دی او دا ډله په ننګرهار، نورستان او بدخشان ولایتونو کې تر ټولو زیات پلویان لري.

د لندن د کینګز کاج پوهنتون استاد انټونیو جوستوزي د ۱۴۰۱ کال د وري په دوولسمه نېټه په یوه مقاله کې چې بي بي سي خپره کړې، پکې ویل شوي چې سلفیانو واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې، کله له دې ډلې همغږي او کله هم مخالف وو؛ خو واک ته ددې ډلې له رسېدو وروسته، یو شمېر سلفیان د داعش له خراسان ډلې سره په یو ځای کېدو له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

له بلې خوا، د چارو یو کارپوه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د آمو خبریال ته وايي چې د خراسان د داعش ډلې د کار په پیلېدو سره، د سلفیانو یو لوی مفتي په افغانستان کې د داعش ډلې په تبلیغوونکي بدل شوی دی؛ خو سلفیانو په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون وروسته، له دغې ډلې سره ناسته ترسره کړه او د طالبانو له امیر سره بیعت وکړ.

له دې مخکې د جمهوریت په دوره کې عبیداله متوکل او عبدالظاهر داعي او یو شمېر نور سلفي عالمان د داعش له خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور، د څه مودې لپاره بندیان شوي وو.

طالبان حاضر نه شول چې په دې اړه د آمو خبریال پوښتنو ته ځواب ووايي؛ خو په کابل ولایت کې د طالبانو د والي مولوي ندا محمد ندیم په اړه یو شمېر تصویرونه خپاره شوي چې وايي: «دا خوارج، دا د دوزخ سپي، دا وهابیان او سلفیان له داعش ډلې سره یو ځای کېږي چې له څو کلونو راهیسې له موږ سره په جګړه بوخته ده او اعتراض یې دا دی چې تاسو له کافرانو سره ناسته پاسته لرئ، ولې مو له کفارو سره سوله وکړه، آیا له کفارو سره ناسته ګناه لري؟»

په اروپا کې د سنتو د راژوندي کولو استازی حبیبي په دې اړه وایي: «سمه ده چې ډېری داعشیان سلفیان دي؛ خو ټولو سلفیان داعشیان نه دي او دا تبلیغات سلفیانو ته د ګوذار ورکولو لپاره دي چې دا کار کوي.»

طالبان له داعش سره د سلفیانو یو ځای کېدو ته اندېښمن دي

د دیني چارو د کارپوهان په باور: له سلفیانو سره د طالبانو ستونزه ظاهراً دا ده، چې ډېری طالبان «حنفي مذهبي» دي او سره له دې چې سلفیان د اهل سنت له څلورو مذهبونو سره هېڅ ډول مخالفت نه لري؛ خو د دغو مذهبونو پیروان نه دي.

څېړونکي او دیني نوښتګر محمد محق له آمو سره په خبرو اترو کې ټینګار کوي، چې طالبان هم د «دیوبند» له مکتب څخه د پیروۍ له امله یو ډول سلفیان ګڼل کېږي او له یو بل سره زیات ګډ ټکي لري.

د ښاغلي محق په باور د سلفیت د شتون فلسفه د وسله والو خوځښتونو غوښتونکې نه ده. سلفیت پر دوو ډلو وېشل کېږي. لومړۍ نرم سلفیان او هغوی چې د وسله والو خوځښتونو غوښتونکی نه دي. دغه ډله سلفیان له بدعت سره مبارزه د دعوت یا د پیغام رسولو له لارې خوښوي؛ خو د سلفیانو دویمه ډله چې خپلو موخو ته د رسېدو زمینه د دعوت له لارې نه ګڼي یا هم سیاسي لیدلوري لري او په کړنلاره کې یې تر ډېره د «اخوانیانو» د کړنو پیروان دي.

ښاغلی محق وایي، چې جهادي سلفیت یو بهیر دی چې په الاهیاتي مسایلو کې له نورو سلفیانو سره توپیر نه لري؛ خو د مبارزې او سیاست په مسایلو کې له یو بل سره توپیر لري.

د سلفیانو دغه ډله باور لري چې باید سیاسي نظام له خپل لیدلوري سره سم جوړ کړي او د دغو نظامونو د ټینګښت لپاره کېدای شي جهاد او وسله واله مبارزه پیل کړي او خپل حکومت ته ورسېږي.

دغه دیني کارپوه دوام ورکړ: «داعش او القاعده له همدغه جهادي سلفیت څخه رامنځته شوي دي. د طالبانو اندېښنه دا ده چې سلفیان د دې وړتیا لري چې جهادی سلفیت ته مخه کړي او له القاعدې لیرې شي او له داعش سره یو ځای شي؛ یعني طالبان چې خپله هم بدل سلفیان دي، وېریږي کله چې د سلفیت اصلي ډول راشي مخکینی ډول به یې له منځه ولاړ شي.»

سلفیان څوک دي؟

«اهل حدیث» یا سلفیان د اهل سنت مسلمانانو له یوې ډلې څخه دي چې ځان د «سلف صالح» پیروان ګڼي. سلفیان دوه بنسټیز اصلونه لري د سلف صالح په ډول ژوند په ځانګړې توګه د صحابه وو پرمهال د مدینې د خلکو چلند او له بدعت سره مبارزه او یو بل ډول تعبیر چې له هر هغه څه سره مبارزه چې د هغوی د مشرانو په نظر نوي وبرېښي په ځانګړې توګه له دیني نوښت سره مخالف دي.

د سلفیانو په باور مسلمانان یوازي کولای شي له قران او د اسلام د پیغمبر له سنتو او صحابه وو څخه پیروي وکړي. دغه ډله له دیني کرښو څخه نوی تفسیرونه ناسم ګڼي.

سلفیان ترټولو زیات په قطر، سعودي او اماراتو کې ژوند کوي. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په افغانستان کې سلفیان تر ډېره په ننګرهار، کونړ، نورستان او بدخشان کې فعال وو او د دغه هېواد په نورو ولایتونو کې یې هم د دعوت منظم پروګرامونه لرلی دی. د افغانستان د نظام له سقوط وروسته د سلفیانو د دعوت فعالیت منع اعلان شوی دی او د هغوی ټولې مدرسې تړل شوې دي.

له شیعه مذهب او تصوف سره د سلفیانو ضد

پر امامت د شیعه وګړو باور، د اجتهاد اصل شتون، اهل بیت او زیارتونو ته توسل، د تشیع مذهب له پیروانو او صوفیانو سره د سلفیانو تر ټولو لویه ستونزه ده چې سلفیان د شیعه وګړو او صوفیانو د مسلمان نه بللو پورې پر دې باور ولاړ دي.

د دیني چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې سلفیان باور لري چې اسلامي احکام باید په هره دوره کې هماغه شان اجرا شي چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص)، صحابه وو او تابعینو په وخت کې ترسره شوي او د سلفیانو په باور عقل او منطق په داسې حال کې چې د قران او د پيغمبر (ص) سنت او صحابه ویناوې موجودې دي، هېڅ ارزښت نه لري.

د دیني چارو کارپوه مهران موحد، له آمو ټلوېزیون سره په مرکه کې وایي چې له شیعیانو سره د سلفیانو ضد، ددې ترڅنګ چې ددغې ډلې په تکفیري والي کې ریښه لري؛ خو له شیعه وګړو سره د دې ډلې تر ټولو مهم اختلاف، سیاسي مخالفت دی.

هغه ټینګار کوي چې دا فکري ضد په نړیواله کچه په عراق کې د شیعه یانو له خوا د سنیانو په ډله ییزو وژنو کې ريښې لري چې د زرقاوي مذهب د رامنځته کېدو لامل شو.

ښاغلی موحد زیاتوي: «په افغانستان کې د فاطمیون بحث یوه بله موضوع ده چې په افغانستان کې سلفیان تحریک شي. د سلفیانو جګړه یوازې له شیعه وګړو سره نه ده؛ بلکې له صوفیانو سره هم ده.»

سلفیان یوه فکري او عقیدتي ډله ده چې د فکر بنسټ یې «احمد بن حنبل» او «بن تیمیه» ته رسېږي. ددې فکري ډلې تر ټولو زیات مخالفت د مذهبونو د تقلید او د دوی په اند د عقیدې په صفونو کې دی چې د اسلام دین له نورو پیروان سره توپیر لري.

په افغانستان کې سلفیان د جهاد پرمهال تر ډېره مطرح شول او د دې ډلې لومړی بنسټ او ګوند د سلفیانو د پياوړي عالم مولوي جمیل الرحمان له خوا د «جماعت دعوت قران او سنت» په نوم جوړ شو.