نړۍ

رویټرز: د امریکا د مرستو بندیدو د نړیوالې لوږې پر ضد هڅې ګډوډې کړې

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بشري مرستو بندیدو د قحطۍ او لوږې پر ضد نړیوالې هڅې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

امریکا، چې د نړۍ تر ټولو ستر بشري مرستو برابرونکی هېواد دی، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنيو مرستو د ۹۰ ورځني ځنډ له امله له پراخې ګډوډۍ سره مخ شوې ده.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه خوراکي توکي، چې ارزښت یې ۳۴۰ میلیون ډالرو ته رسېږي او د بشري مرستو سازمانونو د بحراني هېوادونو لپاره زیرمه کړي وو، په ناڅرګند حالت کې پاتې دي.

همداراز، هغه نقدي مرستې چې د سودان، غزې او نورو بحران‌زده هېوادونو لپاره د خوراکي توکو او ضروري موادو د پېرلو لپاره ځانګړې شوې وې، ځنډېدلې دي.

مارشیا وینګ، د امریکا د پرمختیايي پروګرام یوه پخوانۍ لوړپوړې چارواکه، ویلي چې بشري مرستندویه سازمانونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اجازې په تمه دي ترڅو خپلې مرستې وویشي.

په ورته وخت کې، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د بندیدو له امله ګڼ شمېر بشري پروګرامونه له فلج سره مخ شوي دي.

مرستندویان خبرداری ورکوي چې په شدیدو قحطي‌ ځپلو سیمو کې د مرستو بندیدو سختې ستونزې رامنځته کړې دي.

رویټرز زیاتوي چې مرستندویه سازمانونه د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې له ستونزو سره مخ شوي دي، او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ګڼ کارکوونکي په جبري رخصتۍ استول شوي، چې دا چاره د مرستو د دوام نامعلومه کړې ده.

همداراز، د قحطۍ د چټک خبرداري سیستم، چې د نړیوالو خوراکي بحرانونو د ارزونې یو مهم سرچینه وه، تړل شوی، چې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

دغه سیستم، چې له ۱۹۸۵ راهیسې فعال و، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د خوراکي بحرانونو د پېژندنې مهم رول درلود، خو اوس یې د راتلونکو بحرانونو د اټکل وړتیا له لاسه ورکړې ده.

د امریکا د مرستو ځنډېدلو د سودان، غزې او نورو زیانمنو سیمو د خوراکي بحران پر ضد هڅې سختې اغېزمنې کړې دي.

دا مرستې، چې د ملیونونو کسانو لپاره حیاتي ارزښت لري، اوس په ګودامونو کې بندې پاتې دي او د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

په سودان کې، چې ډېری خلک په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او د مرستو محدود لاسرسی لري، د بیړنیو خوراکي پروګرامونو بندیدو لویه ستونزه رامنځته کړې ده.

تحلیلګر خبرداری ورکوي چې د مرستو ځنډېدل ممکن د ملیونونو خلکو لپاره جبران‌ناپذیرې پایلې ولري او د بشري بحرانونو او لوږې د لا پراخېدو لامل شي.

پداسې حال کې چې بشري مرستندویه سازمانونه د امریکا د حکومت وروستي تصمیم ته سترګې په لار دي، اندېښنې د دې اقدام د اوږدمهاله پایلو په اړه مخ پر زیاتېدو دي.