نړۍ

په روسیه کې د اوکراین هوايي برید د کراسنودار د تېلو زېرمې ته اور ورته کړ

د روسیې د جنوب کراسنودار سیمې والي ونیامین کندراتیف د چهارشنبې په سهار (سلواغه په ۱۷مه)ويلي چې د اوکراین ډرون برید د دې سیمې د تېلو په زېرمه کې د اور لګېدو لامل شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، کندراتیف ویلي چې د اور وژنې ۵۵ کارکوونکي د اور د وژنې هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د اوکراین ډرون بریدونو د روسیې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي، چې له دې مخکې یې د ولګوګراد د یوې لویې تصفیوي فابریکې او د آستاراخان د ګازو د پروسس فابریکې ته هم اور اچولی و.

د کراسنودار والي په ټلېګرام کې لیکلي: «اوس اور مهار شوی او ځاني تلفات نه‌لري.»

خو هغه دا نه‌دي ویلي چې کومه زېرمه سوځېدلې او څومره زیان اوښتی دی.

په همدې حال کې، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د یوې شپې او ورځې په موده کې یې څلور اوکرایني ډرونونه د روسیې په فضا کې له منځه وړي دي؛ خو د کراسنودار سیمې یادونه یې نه‌ده کړې.

رویټرز وايي چې د روسیې دفاع وزارت یوازې د هغه ډرونونه راپور ورکوي چې د دې هېواد د هوايي دفاع سیستمونه یې راوغورځوي، نه ټول هغه چې توغول شوي وي.

تر دې دمه، کییف د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ټینګار کړى و، چې پر روسیې بریدونه د مسکو د جګړې مهمو زېربناوو ته د زیان رسولو لپاره ترسره کوي، چې دا د روسیې د دوامداره بمبار پر وړاندې د ځوابي اقدام یوه برخه ده.