د کابل او کندهار څخه دوو باوري سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو مشر هیبت الله آخندزاده د بالاحصار او هوايي ډګر په ګډون د کابل په ستراتیژیکو برخو کې له هغه سره تړلي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
دغه سرچینې همدارز وايي، چې د طالبانو مشر خپل ځواکونه په هغو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي چې د حقاني شبکې تر کنټرول او نفوذ لاندې دي.
د کابل د هوايي ډګر یو کارکوونکی هم تاییدوي چې په تېره اونۍ کې له کندهار څخه ډېر ځواکونه د کابل هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې، د کابل یو شمېر اوسېدونکي، په پلازمېنه کې د پوځي فضا او بې ثباتۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې طالبان ګام په ګام له خلکو پوښتنې کوي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو لوړوالي په پلازمېنه کې فضا په بشپړه توګه پوځي کړې ده.
طالبان په دې ښار کې هر حرکت څاري او د پلازمېنې له اوسېدونکو څخه ګام په ګام پوښتنې کوي.
د کابل يو تن اوسېدونکي وايي چې ښار په بشپړه توګه پوځي شوی او طالبانو د ښار په هره برخه کې پوستې جوړې کړې دي.
د کابل یو اوسېدونکی نور محمد وايي: «په دې ورځو کې، طالبان ګام په ګام خلک دروي، پوښتنې ترې کوي، او دوی موږ اندیښمن کړي دي. په تېرو څو ورځو کې وضعیت ډېر عجیب شوی دی، طالبان وارخطا ښکاري او امنیت ښه نه دی. موږ اندېښمن یو چې څه به پېښ شي.»
خو دا د موضوع پای نه دی. د کندهاریانو او حقاني شبکې ترمنځ د اختلافاتو په اوج کې، د کندهار او کابل سرچینې وايي چې د طالبانو مشر خپل ځواکونه د کابل ستراتیژیکو برخو ته، په ځانګړې توګه هوایی ډګر او بالاحصار ته لېږدولي دي.
د کابل د هوايي ډګر یو کارکوونکی وايي:«ښار په بشپړه توګه نظامي شوی دی. له کندهار څخه هم ډېر ځواکونه هوايي ډګر ته رسېدلي دي، او د بالاحصار په سیمه کې ډېر بدلونونه راغلي دي. د تلاشۍ پوستې ډېرې سختې شوې دي.»
له کندهار څخه یوه بله باوري سرچینه وايي چې د طالبانو مشر خپل ځواکونه هغو سیمو ته لېږدولي دي چې پخوا د حقاني شبکې تر کنټرول لاندې وې، او دا کار د حقاني شبکې د بې وسلې کولو لپاره شوی دی.
د کندهار څخه دا سرچینه وايي: « د هبت الله ځواکونه په هوايي ډګر او د کابل بالاحصار کې ځای پر ځای شوي دي، چې پخوا د حقاني شبکې تر اغېز لاندې وو. دوی په نورو سیمو کې هم شتون لري؛ خو زه په سمه توګه نه پوهېږم چې د دوی پلانونه څه دي. ىوازینی شی چې روښانه دی دا دی چې هیبت الله ټولې امریکایي وسلې راټولې کړې او اوس د طالبانو ځواکونه یوازې کلاشینکوفونه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته له سفر وروسته سعودي عربستان ته تللى او تر اوسه هېواد ته نه دی راستون شوی.
د کارپوهانو په وینا، د طالبانو په منځ کې د داخلي کړکېچونو زیاتېدل، د دولتي کارمندانو معاشونو نه ورکول، او د اسعارو په بازار کې د محدودیتونو سختول د خلکو اندیښنې زیاتې کړي دي. خو آیا دا عوامل په افغانستان کې د نویو بدلونونو لپاره لاره هوارولی شي؟