د «هیئت تحریر الشام» د اسلامپالې ډلې مشر او د سوریې د موقت حکومت مشر احمد شرع، چې د «ابو محمد جولاني»په نوم هم پېژندل کېږي، وایي چې په سوریه کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل ۴ تر ۵ کاله وخت نیسي.
ښاغلي شرع، چې دا مهال په سعودي عربستان کې دی، د دې ځنډ دلایل نه دي بیان کړي؛ خو ویلي یې دي چې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ به د انتقالي دورې اصول مراعت کړي، او د ملي ناستې له لارې د یو پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته ژمن دى.
دا لومړی ځل دی چې له ولسمشر کېدو وروسته، احمد شرع د ټاکنو لپاره یو مهالوېش اعلانوي.
د «رویټرز» د راپور له مخې، د سوریې د موقت دولت رئیس دا نه دي روښانه کړي چې د ټاکنو د مهالوېش د ټاکلو لپاره یې کوم نړیوال معیارونه په پام کې نېولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې کله احمد شرع د سوریې د موقت دولت د مشر په توګه معرفي شو، هغه ته د انتقالي دورې لپاره د قانون وړونې د موقتې شورا د جوړولو واک هم ورکړل شو، او د سوریې اساسي قانون وځنډول شو.
د «رویټرز» د راپور له مخې، احمد شرع ویلي چې په ټوله سوریه کې به د مشورو لپاره یوه مقدماتي کمېټه جوړه شي، او بیا به داسې اشخاص راوبلل شي چې ګومان کېږي د سوریې د خلکو استازیتوب کوي.
ښاغلي شرع زیاته کړې، چې دا ملي ناسته به د سوریې ټول مهمې ستونزې وڅېړي، او یوه وروستۍ اعلامیه به خپره کړي، چې پر بنسټ به یې د «اساسي قانون اعلامیه» تصویب شي.