ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د کاناډا او مکسیکو پر صادراتو د درنو تعرفو د وضع کولو ګواښ وځنډاوه؛ خو د چین پر وارداتو یې ۲۵ سلنه تعرفه پر خپل حال ساتلې ده.
د «رویټرز» د راپور پر بنسټ، د امریکا ولسمشر کاناډا او مکسیکو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی، چې د خپلو پولو له لارې امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو او د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شینباوم ویلي چې د ټرمپ له غوښتنې سره همغږي دي، او د غیرقانوني کډوالۍ او نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره به د خپلو پولو د کنټرول هڅې لا زیاتې کړي.
د دې پرېکړې له مخې، هغه درنې تعرفې چې امریکا غوښتل د سهشنبې په ورځ يې د ۳۰ ورځو لپاره پلې کړي، ځنډول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې، د ټرمپ د تعرفو د اعلان په غبرګون کې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ترودو، خبرداری ورکړی و چې د امریکا پر ضد به اقدام وکړي.
خو اوس کاناډا د ټرمپ له وړاندیز سره همغږې ده، چې د پولې په اوږدو کې به نوې ټکنالوژي او اضافي پرسونل ځای پر ځای کړي، او د جوړښتيزو جرمونو، فنټانیل قاچاق، او د پیسو وینځلو پر ضد به ګډې هڅې پیل کړي.
په ورته وخت کې، مکسیکو هم هوکړه کړې چې د خپل شمالي پولې د امنیت لپاره ۱۰ زره د ملي ګارد سرتېري ځای پر ځای کوي، تر څو د غیرقانوني کډوالۍ او نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیسي.
له بلې خوا، د مکسیکو ولسمشرې ویلي چې امریکا هم ژمنه کړې، چې دغه هېواد ته د درنو وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «د ولسمشر په توګه، زما مسؤلیت دا دی چې د ټولو امریکایانو امنیت تضمین کړم، او زه همدا کار کوم. زه پر لومړنيو پایلو باندې ډېر خوشحاله یم.»
دغې هوکړې د هغه سوداګریزې جګړې د پیلېدو مخه نیولې، چې اقتصادپوهان یې د ټولو هېوادونو اقتصاد ته زیان اړوونکی بولي، او د مصرفوونکو لپاره یې د بیو د لوړوالی اټکل کړې و.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې د دواړو هېوادونو له مشرانو سره تر ټلېفوني خبرو وروسته به هڅه وکړي چې د راتلونکي میاشتې په اوږدو کې له کاناډا او مکسیکو سره د اقتصادي تړونونو د نوي کولو لپاره خبرې وکړي. دا دواړه هېوادونه له امریکا سره د تاریخي آزادې سوداګرۍ تړون له کبله، له دې هېواد سره ژور اقتصادي تړاو لري.