افغانستان

په کندهار کې بېرته راستنېدونکي له «جدي او بد» وضعيت سره مخ دي

د بېرته راسنېدونکو کډوالو په کمپ کې د یو ناروغ انځور

په کندهار کې د بېرته راستنېدونکو په پنډغالي کې، په ځانګړې توګه د د ناروغانو وضعيت ورځ تر بلې «سختېږي».

راستنېدونکي وايي چې دوی بېړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري؛ خو د طبي اسانتیاوو او ډاکټرانو نشتوالي دا بشري ناورین لا پسې خراب کړی دی.

په دې راپور کې، موږ د یو سړي ژوند انځور کړی چې ټپونه یې د عملیاتو وروسته په ميکروبي شوي دي؛ خو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله روغتيايي پاملرنو ته د لاسرسي توان نه لري.

نجیب الله له پاکستان څخه کندهار ته د راستنېدونکو کډوالو څخه یو دی. هغه په سختۍ سره د خپل ناروغ پلار پالنه کوي. هغه وايي چې د خپل پلار د درملنې لګښتونو د پوره کولو لپاره نه پانګه لري او نه د کار فرصتونه.

دغه کندهارى سړی همداراز زیاتوي چې د دوی لپاره هیڅ روغتيايي اسانتیاوې نشته.

د کندهار اوسېدونکی نجیب الله وايي: «زما پلار ډېر ناروغ دی او د روماتيزم په ګډون په مختلفو ناروغیو اخته دی. هر کله چې زه پیسې ولرم، زه یې ډاکټر ته وړم، او چې له یو څخه تر یو نیم زره افغانیو پورې لګښت لري. موږ پنځه یا شپږ کسان یو، او زه په کور کې یوازینی رزق ګټونکى یم. خو هيڅ کار نشته.»

اول خان له پاکستان څخه یو بل راستون شوی کس دی. د جراحي وروسته، هغه نشو کولی چې د خپلو ټپونو سمه درملنه وکړي. دا ټپونه عفوني شوي او هغه یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی؛ خو د هغه تر ټولو لویه اندېښنه د کار نشتوالی او د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو برابرول دي.

د کندهار دغه اوسېدونکی اول خان وايي:«زما ستونزه دا ده چې زه کډوال یم او ناروغ یم. زما ماشومان کوچني دي او زه هیڅ نلرم.»

کمال، چې د کندهار یو بل اوسیدونکی دی، وايي: «زما مشر زوی ناروغ دی. موږ په کور کې هم څو ناروغان لرو. هیڅ کار نشته او زموږ وضعیت ډېر خراب دی.»

د کندهار د بېرته راستنېدونکو په کمپ کې، لسګونه نور ناروغان بېړنيو روغتيايي مرستو ته اړتیا لري؛ خو د طبي اسانتیاوو او متخصص ډاکټرانو نشتوالي د دوی وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی. که څه هم دوی په وار وار د درملو او طبي خدماتو د برابرولو غوښتنه کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې د دوی غږونه لږ اورېدل کېږي.