نړۍ

د اوکراین ډرون بریدونو له امله د روسیې په ولګوګراد کې د تېلو تصفیه‌ خونې اور واخیست

روسي چارواکو نن سهار (دوشنبه، د سلواغه ۱۵مه) اعلان وکړ چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) شپنیو بریدونو د دې هېواد د انرژۍ تأسیسات په نښه کړي، چې له امله یې د ولګوګراد د تېلو تصفیه‌ خونې اور اخیستی دى.

د رویټرز د راپور له مخې، روسي چارواکو همدارنګه ویلي چې دا بریدونه د دې سیمې د چندین هوایي ډګر الوتنې هم مختل کړي دي.

د روسیې د ولګوګراد والي آندره بوچاروف په يوه بيانيه کې، چې د دې هېواد د جنوبي سیمې د مدیریت له لوري په تلګرام کې خپره شوې ویلي:
«د دفاع وزارت د هوایي دفاع ځواکونو، د الوتکې ډوله ډرونونو پراخ بریدونه د ولګوګراد سیمې پر قلمرو دفع کړل.»

په دې بیانيه کې همدارنګه راغلي، چې د ډرونونو د پاتې شونو د سقوط له امله د تېلو تصفیه‌خونه اور اخیستی، خو د تصفیه‌خونې د نوم یادونه نه ده شوې. نوموړي زیاته کړه چې اور مهار شوی دی.

د روسیې د امنیتي خدماتو ته نږدې یو خبري کانال بازا ویلي، چې د روسیې د تېلو تولیدونکي د دویم لوی شرکت (اېل کى يو اېچ اېم اېم) له‌خوا اداره کېدونکې تصفیه‌خونې شاوخوا کې څو چاودنې غږونه اورېدل شوي دي.

د دې بریدونو په تعقیب، د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړى، چې ۷۰ اوکرایني ډرونونه یې د روسیې په فضا کې کشف او ویجاړ کړي، چې له دې جملې ۲۵ یې د ولګوګراد، ۲۷ د روستوف، او ۷ د آستاراخان په سیمو کې ویشتل شوي دي.

ایګور بابوشکین، یو بل روسي چارواکي، په ټلېګرام کې لیکلي:
«د اوکراین وسله‌والو ځواکونو د روسیې د سون او انرژۍ پر تأسیساتو د ډرون بریدونه ترسره کړل؛ خو هیڅ ځاني تلفات پکې نه دي ثبت شوي.»

د روسیې د هوایي چلند ادارې (روساويتزيا) په وینا، د آستاراخان، ولګوګراد، کازان، نیژنکامسک، ساراتوف، او اولیانوفسک هوایي ډګرونو پروازونه موقتاً ځنډول شوي دي.

اوکراین تر دې دمه د دې بریدونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې؛ خو کیيف مخکې ویلي و چې د روسیې دننه بریدونه د مسکو د جنګي هڅو د کمزوري کولو لپاره د انرژۍ، ترانسپورټ، او نظامي تأسیساتو د له منځه وړلو په موخه ترسره کوي.