د امریکا سناتور ګریګ سټانټون د هېواد د کډوالو پر ملاتړ چې د متحده ایالاتو متحدین ګڼل کیږي، ټینګار وکړ.
هغه د امریکا په اریزونا ایالت کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې په یوه مرکز کې د یو شمېر افغان کډوالو کورنیو سره په لیدنه کې وویل، چې هغه به د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره «هر څه» وکړي.
هغه د خپل سفر یوه ویډیو پر اېکس خپره کړې او ویل يې دي: «ما دا اونۍ د اریزونا د کډوالو په مرکز کې له افغان کورنیو سره ولیدل. زموږ افغان متحدینو د امریکایي ځواکونو سره د مرستې لپاره خپل ژوند په خطر کې واچاوه. موږ د دوی پوروړي یو او موږ به هر هغه څه وکړو چې کولای شو دوی سره دلته (په امریکا کې) د ثبات او فرصتونو په موندلو کې مرسته وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د تېرې دوشنبې په ورځ د واک له ترلاسه کولو وروسته، يو لړ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړل چې د امریکا د بهرنیو او پراختیایي مرستو ډېرو برخه یې وځنډوله. هغه اقدام چې د هغو ۴۰زرو څخه زیاتو افغان اتباعو لېږد چې د متحده ایالاتو متحدین ګڼل کیږي، بیا مېشتېدنه یې هم لغوه کړه.
د یادونې وړ ده چې دا افغان اتباع هغه کسان دي چې په هېواد کې د امریکایانو د شل کلن حضور په جریان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار یا همکاري کړې او اوس د «طالبانو غچ اخيستنې»سره مخ دي.
د دې هېواد وګړي وايي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره د دوی د همکارۍ له امله، دوی اوس د طالبانو له خوا «غچ اخیستنې، نېولو، شکنجې، ګواښونو، زندان او آن مرګ» سره مخ دي.