د سوٸلي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۱۷زره۴۰۰ ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
دغه صندوق، د یوه ماشوم د انځور په خپرولو سره چې د یونیسف په وینا چې تازه له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی، وايي چې ناصر د کالونو جلاوالي وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
د یادونې وړ ده چې د لسیزو جګړو او تاوتریخوالي، بې وزلۍ او محرومیت په هیواد کې ګڼ شمېر ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا کړي دي.
د دې ماشومانو ډیری یې د «مایوسۍ» او تیاره لید وروسته کډوالي غوره کړې، او یو شمېر یې د هېواد دننه، په مختلفو ښارونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کولو ته دوام ورکوي.
ډیری هغه ماشومان چې تر اوسه پورې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو کې کډوال وو؛ خو له راستنېدو وروسته، د یونېسف په ګډون د سازمانونو په مرسته، دوی وکولای شول چې خپلو کورنیو ته ورسیږي.