سویلي آسیا

په خیبر پښتونخوا کې د یو لوړ پوړي افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري ووژل شول

د پاکستان امنیتي ځواکونو انځور

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پنجشنبې په ورځ د وسله والو سره په یوه نښته کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري، چې یو لوړ پوړی افسر هم پکې شامل دى، ووژل شول.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

دغه راز دوه پاکستاني سرتېرې هم د میر علي په سیمه کې د یاغیانو سره په نښته وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا نښتو کې ۱۳ یاغیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د یاغیانو د شتون په اړه د راپورونو وروسته د میر علي په سیمه کې د استخباراتو په مشرۍ عملیات ترسره کړل.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په سیمه کې د پاتې یاغیانو د له منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د روانې میاشتې له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ګڼ شمېر عملیات ترسره کړي دي.