ورزش

له هېواده تر وتلو وروسته د افغان ښځينه کرېکټ ملي لوبغاړو لومړنۍ لوبه

د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډلې، پر هېواد د طالبانو له حاكميت راهيسې له هېواده تر وتلو وروسته خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه.

د هېواد ملي لوبغاړو د پنجشنبې په ورځ په ميلبورن ښار کې د یوه خیریه بنسټ لپاره لوبه وکړه.

د ملي لوبډلې مشره وايي چې د لوبغاړو یوځای کېدل، په حقیقت کې د بدلون او هیلو یو غورځنګ دی، څو د افغانستان نجونې او ښځې وکولی شي زده کړې وکړي او ورزش ته دوام ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ، د ۲۵ لوبغاړو له ډلې چې څو کاله وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ ورسره قرارداد کړی و، ۲۲ تنو یې اسټرالیا ته پناه وړې ده.

د پنجشنبې د ورځې په سيالۍ کې، د هېواد ملي لوبغاړې د« بې‌پولې کرېکټ » په نوم د یوه خیریه بنسټ له یونیفورم سره میدان ته ورداخلې شوې.