ورزش

عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

ښاغلي عمرزي دغه جایزه د کرېکټ له نړیوالې شورا څخه ترلاسه کړه.

د هېواد کرېکټ بورډ وايي چې د نوموړي د غوره کارکردګۍ او وړتيا له امله دغه ستر مقام د افغانستان په نوم ثبت کړ.

کرېکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې ښاغلی عمرزی به په راتلونکو سیالیو کې لا ښه وځلېږي.

دغه بورډ زیاته کړې، چې د عمرزي «فوق العاده او هر اړخېزه» کارکردګي د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې د هېواد د کرېکټ د ملي لوبډلې د بریا لپاره مهمه وه.