افغانستان

افغان مېرمنې: طالبانو هېواد په تیاره کې ډوب کړی

یو شمېر افغان مېرمنې چې پاکستان ته کډوالې شوې دي په یوه اعتراضي غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني

افغان مېرمنو د پاکستان په اسلام اباد کې په یوه اعتراض کې له نړۍ څخه غوښتي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل پرې کړي.

د طالبانو په لاس د مخکیني دولت د سقوط د یو کال پوره کېدو سره سم یو شمېر افغان مېرمنې چې پاکستان ته تللې، په یوه اعتراضي غونډه کې له نړيوالې ټولنې غواړي چې له طالبانو سره خپل هر ډول تعامل پرې کړي او دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.

هغوی وایي چې طالبانو په تېر یوه کال کې افغانستان د تیارې لور ته بېولی دی.

یوه اعتراض کوونکې سمیرا خموش آمو تلویزیون ته وایي: «یو کال کېږي چې په افغانستان کې ناپوهي واکمنه ده او طالبانو زموږ هېواد انزوا، بېوزلۍ او پوره تیارې ته رسولی او د هېواد یووالی له ګواښ سره مخ دی.»

یوه اعتراض کوونکې فرزانه ایوبي وایي: «پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره زموږ د هېواد خپلواکي له پوښتنې سره مخ شوې او نړۍ باید دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.»

دغه اعتراض کوونکې له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو سخت فشارونه راولي ترڅو دغه ډله د ښوونځیو دروازې پرانیزي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

یوه بله اعتراض کوونکې مېرمن قدسیه عطایي آمو تلویزیون ته وایي: «ترڅو چې نړیواله ټولنه د افغان مېرمنو غږ وانه وري او پر طالبانو سخت فشارونه رانه ولي موږ به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړو.»

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي او ډېری ښځې د کار کولو حق هم نه لري.

له دې ټولو سره سره هر ځل چې ښځې واټونو ته وتلې او خپل حق یې غوښتی دی، د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې او په ځینو مواردو کې زنداني شوې هم دي.