د حماس او اسراٸیلو ترمنځ د اوربند د پيلېدو سره سم زرګونه فلسطینیان د غزې په اوږدو کې واټونو ته راوتلي او ځینو یې د خپلو خپلوانو او عزیزانو چې په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې وژل شوي وو، د قبرونو زیارت وکړ.
د رویټرز په وینا، ځینې فلسطینیان بېرته خپلو ګاونډیو ته ورغلل ترڅو وګوري چې د دوی له کورونو څخه څه پاتې دي او کنه.
د غزې له ښاره یوې بې ځایه شوې ښځې چې له څه باندې یوه کال راهیسې د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې پناه اخیستې، وویل: «زه یو ځل بیا ځان ژوندۍ احساسوم.»
هغې د چټ آپلېکشن له لارې دغه خبري اژانس ته زیاته کړه: «زه داسې احساسوم چې ١۵ میاشتې په صحرا کې له ورکېدو وروسته ما د څښلو لپاره اوبه وموندلې.»
د غزې په شمالي برخه کې – چیرې چې د اسراٸیلو ځینې خورا سخت هوایی بریدونه او له وسله والو سره نښتې شوي – د ډرون لخوا اخيستل شوي انځورونه ښیي چې په سلګونو خلک د ویجاړ شوي منظرې له لارې په ګردجن سړک روان دي.
یوه بې ځایه شوې کورنۍ چې د غزې له اتو تاریخي کډوالو کمپونو څخه ترټولو لوی پنډغالي جبالیه څخه راستانه شوې، د بېلچو په کارولو سره د دوی د کور پاتې برخې کني. په بل ځای کې، بې ځایه شوي اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره په ریکشا او لاریو کې خپل وسايل باروي.
د غزې اوسېدونکې امل ابو عيتا چې د خپل کور په کنډوالو ولاړه ده، وویل:«موږ سهار دلته راغلو… مخکې له دې چې دوی اوربند اعلان کړي. موږ د هيلو سره راغلي یو. موږ فکر کاوه چې موږ ممکن یوازې یوه کوټه، هر څه ساده، زموږ د ساتنې لپاره یوازې یو کوچنۍ سرپناه ومومو، خو کله چې موږ ورسېدو، موږ وضعیت ولیده لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ. خفه کوونکى.»
دا په داسې حال کې ده، چې له پنځلسو مياشتو خونړيو جګړو وروسته د اوربند د هوکړې په عملي کېدو کې له نږدې درې ساعته ځنډ سره سره، د حماس وسله وال جنګيالي د خان يونس په سوېل کې د خان يونس له ښاره تېر شول او ګڼو خلکو د خوښۍ شعارونه ورکول.