د طالبانو تر ادارې لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې په دغه وزارت کې د طالبانو ټاکل شوي وزیر نورالدین عزیزي له ایراني پلاوي سره د اورګاډي له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د وارداتو او صادراتو په اړه خبرې کړې دي. دغه وزارت زیاته کړه چې له ایران او ترکیې څخه اروپايي هېوادونو ته د رېل له لارې د افغاني مالونو لېږد د دې بحث یوه مهمه موضوع وه.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د رېل پټلۍ د ادارې د مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ ایراني پلاوي ژمنه کړې چې د افغانستان صادرات، ټرانزیټ او پوځي توکي به په « وخت او په ټیټه بیه» انتقالوي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د سوداګرۍ د توازن د بې ساري کسر په اړه اندېښنه څرګندوي.
کارپوهان په دې باور دي چې د صادراتو د کموالي په پرتله د وارداتو زیاتوالی افغانستان په یو مصرفي هېواد بدل کړى دى او د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه یې لوړه کړې ده.
روسیې په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې به افغانستان د نړۍ د هېوادونو په منځ کې د دغه هېواد د اوړو تر ټولو ستر واردونکی هېواد وي.
له بلې خوا پاکستان او ایران هم افغانستان ته د خپلو توکو د صادراتو د زیاتوالي اعلان کړی دی. خو د راپورونو پر بنسټ دغو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو اندازه د پخوا په پرتله کموالی ښيي.