نړۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي: په غزه کې د اوربند تړون لاسلیک کوونکي دې پر خپلو ژمنو ودریږي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او پر اسرائیلو او حماس یې غږ کړی چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا تړون په بشپړ ډول عملي کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د خبرو اترو له لارې د فلسطيني دولت رامنځته کول د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د امنيت او سولې د ټينګښت لپاره يو بېړنى لومړيتوب بللی دی.

هغه پر اېکس لیکلي: «زموږ لومړیتوب باید د دې جګړې له امله رامنځته شوي لوی رنځ کمول وي. زه له ټولو څخه غوښتنه کوم چې ټولو اړمنو ملکي وګړو ته ګړندي، بې خنډه او خوندي بشري مرستې ورسوي. خپل ځان له طرفه پر جدي ننګونو باندې د پوهېدو لپاره چې موږ به ورسره مخ شو، هر څه به په انساني توګه ترسره کړو»

د ملګروملتونو سرمنشي همدارنګه د غزې په جګړه او د فلسطین د مسئلې په ښکېلو خواوو او شریکانو غږ وکړ چې له دغه فرصت څخه په استفادې د فلسطین، اسرائیلو او پراخې سیمې لپاره د ښې راتلونکې موخه د باور وړ سیاسي لاره پیدا کړي.

هغه وویل، «د اشغال پای ته رسول او د خبرو اترو له لارې د دوه دولتونو حل ته رسېدل، چې اسراٸیل او فلسطینیان په سوله او امنیت کې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه لیکونو او پخوانیو تړونونو سره سم ژوند وکړي، یوه بېړنى لومړیتوب دی.»

ښاغلی ګوتریش زیاتوي چې د دواړو هېوادونو هیلې یوازې د دوو دولتونو د حل له لارې پوره کېدای شي.

په ورته وخت کې د ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او د هغې پر بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی.

د حماس او اسراٸیلو ترمنځ د اوربند هوکړه

اسراٸیل او حماس، چې په غزه کې حاکمیت لري، د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب پرون (چهارشنبه، د مرغومي ۲۶) د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو تړون لاسلیک کړ.

په دې تړون کې په شپږو مياشتو کې د غزې له تړانګې د اسرائیلي ځواکونو چې په بریدونو کې يې لسګونه زره کسان ووژل شول، تدریجي وتل او د حماس لخوا د یرغمل شويو بندیانو په بدل کې د فلسطیني بندیانو خوشې کول شامل دي.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا اوربند به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نافذ شي. هغه وویل چې مذاکره کوونکي د اسراٸیلو او حماس سره د هوکړې د عملي کولو په موخه پر اقداماتو کار کوي.

یوه اسرائیلي چارواکي چې نوم یې نه دی خپور شوی ویلي: د اسرائیلو له لوري د دغه تړون منل به تر هغه رسمي نه وي تر څو چې د دغه هېواد د امنیتي کابینې او حکومت له خوا تصویب او د پنجشنبې په ورځ پرې رایه اچونه ونه شي.