د طالبانو تر واک لاندې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د طالبانو د مشر په امر په دغه ولایت کې صنعتي ښارګوټي جوړوي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دغې رياست د خبرپاڼې له مخې، دغه ښارګوټى به په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.
طالبان وايي، د دغه ښارګوټي د ځای له تثبيت وروسته به یې ځمکې پر پانګوالو ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته یو شمېر سوداګرو د خپلې پانګې زیاته برخه له افغانستانه اېستلې او د هغه څه له امله چې دوی یې «د خونديتوب او د امنیت د نشتوالي» بولي له امله يې په افغانستان کې پراخې پانګونې ته چمتو نه دي.
له بلې خوا د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د هېواد د سوداګرو هغه مالونه او توکي به چې په تېرو درېیو کلونو کې په ګمرکونو کې پاتې دي، بېرته ورکړي. دغه پرېکړه لیک د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګښت وروسته له هېواده د یو شمېر سوداګرو وتل تاییدوي.
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې ويلي، چې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د رياست په مشرۍ يې د « وسايطو او مالونو د سپارلو» تر سرليک لاندې يو کمېسيون جوړ کړى څو له اړوندو ګمرکونو سره په همغږۍ خپلو اصلي څښتنانو ته د «ملکیت او توکو د سپارلو» پروسه پيل کړي.