د «شهيد نسيم» لوبډله د کابل د فوټسال غوره ليګ د شپږم پړاو سیالیو کې اتلولي خپله کړه.
د کابل فوټسال غوره لیګ شپږم پړاو سیالۍ یوه میاشت وړاندې په پلازمېنه کابل کې پیل شوې وې، چې د شهید نسیم لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د هېواد د فوټسال په دې پړاو سیالیو کې ملي لوبډلې او ديارلسو لوبډلو برخه اخيستې وه.
د يادولو وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د «شهید نسیم» لوبډلې هېڅ ماتې نه ده خوړلې.
له بلې خوا د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو په لړ کې ظاهر اسد او د پيشتاز لوبډلې په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.
د «شهید نسیم» لوبډلې فرزاد محمودي په پلازمېنه کې د دې سیالیو په شپږم پړاو کې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.