د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې (اى سي اېچ آر) په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خراب بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې له خوا د وروستیو حکمونو په صادرولو سره د دوی ستونزې زیاتې شوې دي.
د بشري حقونو ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو او چارواکو وروستي اقدامات په دغه هېواد کې د ځورونې، زورونې او نورو اداري خنډونو لامل شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي: «هغه خلک چې د اوسېدو قانوني اسناد نلري زیانمنونکي دي او په غیر رسمي ډول د پولیسو څخه تېښتې ته اړ کیږي، چې دوی تر سخت رواني او مالي فشار لاندې راولي. په عين حال کې، دوی نشي کولای د خپلو کورنیو پالنه وکړي»
د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټه وايي، د پاکستان تګلارې د دغه هېواد د بشري حقونو مدافعینو او نورو زیان منونکو ډلو ته زیات خطرونه پېښوي. په ځانګړې توګه کله چې دا خلک په زوره له شړلو وروسته «د طالب استخباراتو ته لاس ته ورشي.»
د بشري حقونو يادې کمېټې له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو پر سازمانونو او ملګرو ملتونو غږ کړی چې د افغان کډوالو د ځورونې، جبري اخراج او د ورپېښو خطرونو پر وړاندې له دوى ساتنه وکړي.
يادې کمیټې په نړیواله ټولنه او سازمانونو غږ کړی چې د «جوړښتيز فساد» څېړنه وکړي چې په پاکستان کې د کډوالو وضعیت يې ستونزمن کړی او په پاکستان کې د ویزو ورکولو پروسه آسانه او ګړندۍ کړي.
د بشري حقونو دغه سازمان همدا راز د بشري حقونو پر سازمانونو او نړۍ غږ کړی چې له کډوالو سره د ویزو د ترلاسه کولو لپاره مالي مرسته وکړي.
په وروستیو ورځو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري اخراج او توقیف بهیر ګړندی کړی دی.
پاکستان وروسته له هغې خپلې هڅې ګړندۍ کړې چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مخکې اعلان وکړ چې یو شمېر افغان کډوال د حکومت پر ضد د پي ټي آی د پلویانو په وروستیو لاريونونو کې ښکېل وو. دا ادعا طالب چارواکو رد کړې ده.
د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) لخوا د بریدونو زیاتوالی او د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو غبرګونونه هغه عوامل دي چې په دغه هېواد کې یې د بې اسناده کډوالو لپاره وضعیت ستونزمن کړی دی.