د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د کبانو فارمونه په کال کې شاوخوا ۲۰۰ ټنه غوښه تولیدوي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه رياست د خبرپاڼې له مخې، اوس په دغه ولایت کې د کبانو ۱۰۰ فارمونه فعالیت کوي.
د طالبانو په وینا د دغو فارمونو په فعالیدو سره شاوخوا ۳۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د کبانو یو شمېر بزګران د حکومت د ملاتړ له نشتوالي او همدارنګه په خپلو فارمونو کې د کبانو د غوښې د فعاليت او تولید له لوړ لګښت څخه شکایت کوي.
دغه کروندګر وايي، که مرسته ورسره وشي، کولای شي د کبانو د روزنې په برخه کې خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.
د يادولو وړ ده، چې د هېوادوالو د اړتیا ډېره غوښه او کبان د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو افغانستان ته واردېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر هېوادوال د کبانو د غوښې پر ټېټ کیفیت نیوکه کوي او د کورنیو فارم لرونکو د ملاتړ غوښتنه کوي.